د فاریاب ولایتي مسوولینو ویلي، چې پرون د دغه ولایت د بلچراغ، قیصار، پښتون کوټ، خیبر او المار ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي دي. د فاریاب د والي ویاند ویلي، چې په دغو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۱۸ تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان دي. د ده په خبره زرګونه کورونه، زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، ۱۵۰ دوکانونه او یو روغتیايي کلینیک هم ویجاړ شوی دی. نوموړي ویلي، چې شاوخوا ۳۰۰ څاروي هم له منځه تللي او خلکو ته یې بېشمېره زیانونه اړولي دي.












