فارین پالیسي نشریه په یوه مطلب کې د باخبره امریکايي سرچینو له قوله وایي چې په افغانستان کې د نوي حکومت مخالفه ډله چې تر ډېره په تاجکستان کې ده د امریکا د ملاتړ تمه لري. د سرچینې په خبره امریکا به هېڅ وخت ددغه ډلو ملاتړ و نه کړي، ځکه په دې سره په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیلېږي او امریکا د جګړو د دوام غوښتونکې نه ده. نشریه وړاندې په مطلب کې لیکي چې په افغانستان کې باید سیاسي مذاکرات دوام وکړي، په دغه هېواد کې دې څلوېښت کلنه جګړه د تل لپاره ختمه شي، ځکه د ډلو او ټپلو ملاتړ او د جګړو دوام هېڅ ستونزه نه شي حل کولی.












