چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

فليپين له امريکا څخه خوږه خرما يا زهر اخيستي ؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2024
in نړیوال خبرونه
0
فليپين له امريکا څخه خوږه خرما يا زهر اخيستي ؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په فليپين کې د امريکا سفارت په دې وروستیو کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې هېواد به يې د فليپين د سمندري پوليسو د تجهيزاتو د عصري کېدو لپاره هغوی ته اته ملیونه امريکايي ډالره برابر کړي.

ظاهرأ فليپين د امريکا د تش په نامه د ايندوپاسيپيک ستراتيژۍ(Indo Pacific Strategy ) د پلي کولو په موخه ترې يوه خوږه خرما تر لاسه کړې، خو په حقيقت کې دا زهر دي چې فليپين به يې پرې بیه کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روان کال په اپرېل کې امريکا له فليپین سره د ګډو پوځي تمرينونو څخه په استفادې د تيفون په نوم د منځني واټن توغنديز سيستم په دې هېواد کې ځای پر ځای کړ. دا لومړی ځل دی چې امريکا په بهرنيو هېوادونو او اسيا او ارام سمندر سيمه کې دا ډول توغنديز سيستم ځای پر ځای کړ او هم يې په ۲۰۱۹ م کال کې د منځني واټن توغنديو له تړون څخه تر وتلو وروسته په لومړي ځل دا ستراتيژيکه وسله ځای پر ځای کړه. امريکا ادعا کړې چې په دې کړنې سره به فلیپين خوندي شي، خو موږ دا شک هم لرو چې يو لوی اټومي هېواد د نورو هېوادونو د دروازې پر وړاندې ستراتيژيکې وسلې ځای پر ځای کړې چې نيت يې څه دی؟ د دوی دغه کړنه به خامخا د سيمې سولې ته ګواښونه جوړ کړي او د پوځي سياليو او د ترينګلتيا د رامنځته کېدو سبب به شي. نو ځکه د فليپين ډېرو ګاونډيو هېوادونو له دې کړنې سره مخالفت ښودلی دی او تر هغه وروسته د دې هېواد د ځمکني پوځ وياند په جولای کې اعلان کړی چې د تيفوم سيستم به له سپتمبر مخکې امريکا ته وليږدوي، خو څه موده دمخه نوموړي بيا رسنيو ته ويلي، دا چې ياد سيستم به په فليپين کې د څه مودې لپاره ځای پر ځای شي، د امريکا له خوا ټاکل کېږي.

د فليپین دغې څرګندونې د ګاونډيو هېوادونو غوسه او د هېواد په دننه کې پراخې نيوکې راپارولې دي. د دې هېواد د اوسني ولسمشر خور او د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې رئيسې امي مارکوس ويلي چې د اوسني حکومت په مشرۍ فليپين په خطرناک لور روان دی. د دې جرګې د اقليت ګوند مشر اقويلينو پينونتيل درېيم دې ته په اشارې سره ويلي چې فليپين د دغو توغنديو تڼۍ نه شي کنترولولای. نو امريکايی حکومت به پرېکړه وکړي چې فليپين کله پر يوه جنګي ميدان بدل کړي.

نو فليپين چې ملي حاکميت لري، ولې د اوسني حکومت په مشرۍ سره د امريکا له خوا کنترول کيږي؟ لاملونه يې ډېر دي.

تاريخ ته په کتو فليپين له اوږدې مودې راهيسې د امریکا مستعمره پاتې شوی او د اسعماري کلتور تر اغيز لاندې و. تر اوسه پورې هم د دې هېواد له ځينو تدرسي کتابونو څخه دغه ټکی ښکاري. څو خبري رسنیو د روان کال په سپتمبر کې افشا کړې چې د هېواد د ښوونې وزارت د پنځم ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې د ټولنيزو علومو په تدرسي کتابونو کې د امريکا استعماري پاليسۍ ښکلې او پر ځای ښودل شوې ده. په ورته وخت کې د فليپين اوسنی حکومت هم د امريکا اطاعت کوي. د دې هېواد د نړيوال امنيت د څېړنيز مرکز رئيس لو وان وي څه موده دمخه د چين په شيانګ شان فورم کې ويلي: موږ د لويديځو هېوادونو له خوا استعمار شوي يوو او دې ته اړ شوو چې د چين ضد تګلاره غوره کړو. هغه اوسني حکومت ته خبرداری ورکړی چې فليپين د اسيان له بنسټ ايښودونکو هېوادونو څخه يو دی، نو ډيپلوماتيکې تګلارې دې نه د امريکا  بلکې د اسیان په لارو برابرې کړي.

حقيقتو ته په کتو د فليپین حکومت ستراتيژيکې تېروتنې کړې او فکر يې کړی چې پر امريکا تکيه کولی شي، خو وقعأ هغوی يوازې د امريکا له خوا کارول کيږي. ايا امريکا د فليپين لپاره د باور وړ ملګری دی او له امريکا څخه يې خوږه خرما اويا زهر تر لاسه کړي دي؟

د جولای په پای کې امريکا فليپين ته د پنځه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو اعلان کړی او څه موده دمخه يې بيا ويلي چې د دې هېواد له سمندري دفاعي پوليسو سره د مرستو لپاره به هغوی ته اته مليونه امريکايي ډالره ورکړي. ظاهرأ امريکا له فليپين سره مالي مرستې کړې، خو په حقيقت کې امريکا هم له دې هېواد سره د مرستو ترڅنګ ډول ډول شرایط ټاکلي او ور څخه يې د روزنې لپاره د پيسو ورکولو غوښتنه کړې ده، نو بالاخره امريکا لاهم په ګټه کې ده. دغه ټکی هم له اوکراين سره د امریکا په مرستو کې ثابت شوی دی. د روان کال په لومړيو مياشتو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي چې له اوکراين سره د مرستو زياتره پيسې بېرته امريکا ته راغلې او د هېواد لپاره يې ډېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

 اوس مهال امريکا په ظاهره فليپین ته خوږه خرما ورکړې، خو په حقيقت کې غواړي چې فليپين د امريکايي بادارۍ او ګټو  د لټولو لپاره قرباني وکړي.

Previous Post

شي جين پينګ د سختو سيلابونو له امله د هسپانيا پاچا ته د خواخوږۍ پيغام استولی

Next Post

د کندهار پوهنتون د لیلې جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د کندهار پوهنتون د لیلې جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

د کندهار پوهنتون د لیلې جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا وايي روسیه پر اوکراین برید ته پلمې لټوي

امریکا وايي روسیه پر اوکراین برید ته پلمې لټوي

جنوري 16, 2022
د جنګي جنایتونو پر وړاندې د عدالت غوښتنه نه باید له پامه وغورځول شي

د جنګي جنایتونو پر وړاندې د عدالت غوښتنه نه باید له پامه وغورځول شي

سپتمبر 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ