سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د جنګي جنایتونو پر وړاندې د عدالت غوښتنه نه باید له پامه وغورځول شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 14, 2024
in تبصرې
0
د جنګي جنایتونو پر وړاندې د عدالت غوښتنه نه باید له پامه وغورځول شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د نیویارکر امریکایي مجلې په یوه تازه څېړنیز راپور کې د امریکایي ځواکونو لخوا په افغانستان او عراق کې د جنګي جنایتونو په اړه معلومات ورکړل شوي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له ۱۱مې راهیسې تر اوسه ګڼ شمېر جنګي جرمونه شوي، خو د امریکا قضایي ادارې په دې اړه جدي اقدام نه دی کړی. راپور څرګندوي چې له ۷۸۱ پېښو څخه چې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان یې قربانیان دي، ۶۰ سلنه یې له پامه غورځول شوي او جنګي جنایتونه نه دي بلل شوي. دا یو جدي اندېښمنونکی حقیقت دی چې د دې جنایتونو په اړه کوم عدالت نه دی تأمین شوی.

راپور وایي چې ډېر هغه ځواکونه چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي، امریکا ته په بیرته ستنېدو سره به یې په شخصي محفلونو کې له ملګرو، کورنیو، او روغتیاپالانو سره د ملکیانو او زندانیانو د وژلو کیسې کولې. د راپور له مخې، پوځي څېړونکو به په ډېرو قضیو کې ویل چې کافي شواهد نه شته چې دا ادعاوې ثابتې کړي. له همدې امله، د دغو جنایتونو ډېرې قضیې له پامه غورځول شوې دي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د راپور په وینا، په ټولیزه توګه د جنګي جنایتونو په ۱۵۱ قضیو کې ۵۷۲ کسان ښکېل پېژندل شوي دي، خو یوازې ۱۳۰ کسانو ته ډېره کمه سزا ورکړل شوې. له دغو پېښو څخه ۳۰ یې په افغانستان کې شوي دي. د امریکایي ځواکونو ترڅنګ، د اسټرالیا او بریټانیا ځانګړي ځواکونه هم په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دي. د اسټرالیا دفاع وزیر ریچارډ مارلز په دې وروستیو کې له هغه پوځي قومندانانو څخه د خدمت مډالونه بېرته اخیستي دي، چې په جنګي جنایتونو تورن دي، او د هغوی احتمالي محاکمه یې هم ممکنه بللې ده.

د عدالت نه تأمین او د جنایتونو له پامه غورځول نه یوازې د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، بلکې د قربانیانو حقونه هم تر پښو لاندې کوي. دا جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جرمونو په اړه نړیوال عدالتونه خپل مسؤلیت ادا کړي او عاملین یې محاکمه کړي. د جنګي جرمونو عاملین، که هغوی امریکایي، اسټرالیايي یا بریټانیوي ځواکونه وي، باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

افغانستان باید په دې اړه خپل جدي دریځ ولري او له نړیوالې ټولنې وغواړي چې د جنګي جنایتونو په وړاندې عدالت تأمین کړي. دا مسئله یوازې د افغانستان او عراق پورې محدوده نه ده، بلکې دا د نړیوالو بشري حقونو او قوانینو یوه مهمه برخه ده. که په دې اړه غفلت وشي، نو دا به نړۍ ته یو منفي پیغام ولېږي چې جنایتونه بې پوښتنې پاتې کېږي.

له دې سره، افغان سرپرست حکومت باید په خپل کورني او نړیوال دریځ کې دا موضوع جدي ونیسي او د جنګي جنایتونو په اړه د عدالت غوښتنه وکړي. د جنګي جنایتونو محاکمه نه یوازې د قربانیانو حق دی، بلکې دا د راتلونکي لپاره د سولې او ثبات تضمین هم دی. د دې جنایتونو عاملینو ته سزا ورکول به یو درس وي چې هېڅ ځواکونه له قانون او عدالت څخه لوړ نه دي.

د نیویارکر راپور د جنګي جنایتونو په اړه یوه جدي خبره وړاندې کوي چې افغانستان یې باید په جدي توګه وڅېړي او د عدالت غوښتنه وکړي. دا نه یوازې د افغانستان حق دی، بلکې د نړیوالې ټولنې مکلفیت هم دی چې په دې برخه کې له پوره عدالت او مسؤلیت سره مخته ولاړ شي.

Previous Post

لوی درستیز: امریکا د افغانستان اړوند چورلکو په اړه خپل سرې پرېکړه کوي

Next Post

خیرخواه: افغانستان کې د تاریخي اثارو د غیر قانوني کېندنې مخه نیول شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
خیرخواه: افغانستان کې د تاریخي اثارو د غیر قانوني کېندنې مخه نیول شوې

خیرخواه: افغانستان کې د تاریخي اثارو د غیر قانوني کېندنې مخه نیول شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چین استازی: سمندر ته د جاپان له فوکوشيما برېښناکوټ څخه د اټومي ککړو اوبو له ایستلو سره ټینګ مخالفت کوو

مې 30, 2023

Slot Mega Gems By Betsoft Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved