د فنلنډ د کډوالۍ ادارې د افغان پناه غوښتونکو په تړاو خپله پخوانۍ پرېکړه بدله کړې او ويلي يې دي چې تر دې وروسته د افغانستان د اتباعو د پناه غوښتنې هم مني. د فنلنډ د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۱ کال د جولای په نهمه نيټه ويلي وو چې د افغانستان امنيتي وضعيت ښه دی، له همدې کبله به د هيڅ افغان د پناه غوښتنې ونه مني. دې ادارې تازه د يوه نوي لارښود په خپرولو سره د افغانستان امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی او ويلي يې دي چې افغان کډوال کولی شي چې د پناه اخيستنې غوښتنليکونه ور وسپاري. د فنلنډ دا پرېکړه په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان ا.ا د خپلو ټولو اتباعو د سر او مال د خونديتوب ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې هيواد کې د هيچا ژوند له ګواښ سره مخ نه دی. ا.ا وايي، له هيواده د کډوالۍ دليل امنيتي مسايل نه، بلکې اقتصادي ستونزې دي.











