د قطر سرې میاشتې د نړۍوالې پراختیا او مرستو څانګې مسوول ډاګټر محمد صاح ابراهیم د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالص سره د ۱۶۹ سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لاسلیک کړې. د دې هوکړې د لاسلیک پرمهال د افغاني سرې میاشې ټولنې مشر د قطر سرې میاشتې او نورو مرستندویه بنسټونو څخه مننه کړې، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې یې افغانۍ سرې میاشتې ټولنې ته د مرستې لاس ورکړی دی. د یادونې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ۳زره ۹۴ د سوري زړه ناروغ ماشومان د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندلي او په زرګونو نور لا هم خپل نوبت او درملنې ته انتظار کوي.











