سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

قلم د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 15, 2020
in پوهنتون
0
قلم د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
754
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

قلم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ خپلې چارې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د دوو پوهنځیو شرعیاتو او ادارې او ډیپلوماسۍ په درلودلو سره په رسمي ډول پیل کړې دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې مؤسس او مشر پوهاند ګل الرحمن قاضي وایي، تر اوسه همدا دوه پوهنځي لري، ځکه د نوموړي په خبره، د ولسمشر په امر لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نویو پوهنځیو تاسیس، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او یا هم د نویو خصوصي پوهنتونونو اېجادول ځنډولي دي. دی وایي، تر اوسه پورې همدا دوه پوهنځي لري، خو که اجازه ورکړل شي نوي پوهنځي به تاسیس کړي او په یادو فعالو پوهنځیو کې به د ډېپارټمنټونو شمېر هم زیات کړي.

په قلم د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د ۱۱۰۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې له ډلې یې شپېته سلنه ښځینه او پاتې څلوېښت سلنه نارینه محصلین دي. ښاغلی ګل الرحمن قاضي وایي، تر اوسه پورې یې د ۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. د نوموړي په خبره، په نږدې ورځو کې به ۳۰۰ نور محصلین هم فارغ کړي او د نورو دورو په پرتله یې سږ کال د فارغانو شمېر زیات دی. ښاغلی قاضي وایي، دا چې دوی محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت له معیارونو سره سم تدریس کوي او نور هغه امکانات چې یو پوهنتون یې باید ولري، برابر کړي، نو ډېری فارغ شوي محصلین یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کار بوخت دي او یا هم په کور د ننه او بهر کې لا نورې لوړې زده کړې کوي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د تدریس چارې د ۶۵ متخصصو او تجربه لرونکو استاداتو له خوا مخ ته وړل کېږي. د دې موسسې مشر وایي چې په استادانو کې یې دایمي او قراردادي استادان دواړه شامل دي. دی وایي، ۲۵ استادان یې دایمي او پاتې نور قراردادي دي. پوهاند ګل الرحمن قاضي وایي چې اتیا سلنه استادان یې نارینه او پاتې یې ښځینه دي. هغه زیاتوي، هڅه یې کړې ده چې پر کارپوه، متخصص او د تدریس په چارو کې تجربه لرونکي استادان پر دندو وګوماري، څو مسلکي محصلین فارغ کړي او په اړونده برخه کې ګټور ثابت شي.

قلم د لوړو زده کړو موسسه په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري، خو په دې برخه کې یې تر اوسه له کوم پوهنتون سره د رسمي علمي اړیکو هوکړه نه ده لاسلیک کړې. پوهاند ګل الرحمن قاضي وایي چې د حامد کرزي له بنسټ سره هوکړه لري چې له مخې یې د دوی ځینې محصلین بهر ته د لا نورو لوړو زده کړو لپاره استوي. پوهاند قاضي وایي، ترکیې او هند ته یې هم سفرونه درلودل څو هلته له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي. هغه وايي، په دې برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو په رسمي ډول یې تر اوسه پورې له کوم بهرني پوهنتون سره هوکړه نه ده لاسلیک کړې.

پوهاند ګل الرحمن قاضي مطالعه مهمه او په پوهنتون کې د کتابتون موجودیت ضروري بولي. دی وایي چې قلم د لوړو زده کړو موسسې د خپلو محصلینو او استادانو لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړی، چې د بېلابېلو برخو اړوند یې پکې ۳۰۰۰ ټوکه کتابونه ځای پر ځای کړي دي او د لا غني کولو لپاره به یې هڅه کوي. دی وایي چې د پوهنځیو اړوند او نور ګټور کتابونه یې په کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي چې محصلین او استادان یې کولای شي وخت ناوخت له دغه کتابتون څخه ګټه واخلي. دې موسسې خپلو محصلینو ته ۲۴ ساعته د انټرنېټ اسانتیا هم برابره کړې ده چې محصلین کولای شي له کمپیوټر لب څخه چې په انټرنېټ سمبال دی، ګټه واخلي. د دې تر څنګ، قلم د لوړو زده کړو موسسه وخت ناوخت خپلو محصلینو ته ورکشاپونه او سمینارونه دایروي او د دې کار لپاره یې د کنفرانس مجهزه خونه جوړه کړې ده چې نور پوهنتونونه، ادارې او بنسټونه هم کله کله د دوی له کنفرانس خونې څخه ګټه اخلي.

قلم د لوړو زده کړو موسسه د خپل کانکور د اول نمره لپاره فول سکالرشیف ورکوي، د سمیسټر د اول نمره لپاره پنځوس سلنه تخفیف او که چېرته خپله اول نمرګي وساتي، تر اخره ورته همدا پنځوس سلنه تخفیف ورکوي. که له کوم بنسټ سره هوکړه ولري، د هوکړې له مخې ورته مناسب تخفیف ورکوي، د بېوزله کورنیو د محصلینو لپاره هم تخفیف لري. د دې تر څنګ، په مشخص ډول د حامد کرزي له بنسټ سره هوکړه لري. هغه محصلین چې د دغه بنسټ له لوري دوی ته ورپېژندل کېږي تخفیف ورکوي، ځکه په مقابل کې یې بیا د دوی فارغ شوي محصلین د یاد بنسټ له لوري د لا نورو لوړو زده کړو لپاره بهر ته استول کېږي.

ښاغلی پوهاند ګل الرحمن قاضي مني چې د خصوصي پوهنتونونو فارغ شویو محصلینو ته پر وخت تحصیلي اسنادونه نه ورکول کېږي، خو نوموړی وایي چې اداره یې پر وخت د فارغ شوي محصل اسنادونه لوړو زده کړو وزارت ته سپاري، خو دا چې په وزارت کې د خصوصي پوهنتونونو د ریاست د کار کوونکو شمېر کم او د خصوصي پوهنتونونو شمېر زیات دی، نو د اسنادونو ارزول هرو مرو وخت نیسي. ښاغلی قاضي وایي چې خصوصي او دولتي پوهنتونونه په خپل منځ کې هېڅ توپیر نه لري، ځکه دی خپله د کابل پوهنتون استاد پاتې شوی او اوس چې خپله د لوړو زده کړو خصوصي موسسه لري، ټول هغه مقررات او قوانین چې د لوړو زده کړو وزات له لوري دوی ته ټاکل شوي دي، عملي کوي یې او په خصوصي پوهنتونونو کې هم ډېری هغه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې په دولتي پوهنتونونو کې رسمي دندې لري.

د قلم د لوړو زده کړو موسسې مشر وایي، د پوهنځیو ډېرول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د ماسټرۍ پروګرام پیلول او د سیمې په کچه اعتبار پیدا کول یې راتلونکي پلانونه دي. دی وایي، له لومړي سره یې موخه د افغانستان خلکو په ځانګړې ډول ځوانې طبقې ته خدمت کول او د لوړو زده کړو زمینې برابرول دي، نو په دې برخه کې به کار او پرمختګ کوي. پوهاند ګل الرحمن قاضي له افغان حکومت او لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د خصوصي پوهنتونونو ودې او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي، څو دغه پوهنتونونه چې په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده، پر خپلو پښو ودرېږي.

د قلم د لوړو زده کړو موسسې مشر پوهاند ګل الرحمن قاضي وایي، لومړنۍ ستونزه یې د زیاتې مالیې ورکول دي. دی وایي، د محصلینو او پوهنځیو شمېر یې کم دی، خو په ډېره لوړه کچه مالیه ورکوي چې دغه څه د دوی د پرمختګ په مخ کې خنډ دي. دی وایي، مخکې مې هم وویل چې د خصوصي پوهنتونونو اېجاد په افغانستان کې نوې تجربه ده چې باید مرسته ور سره وشي، لاسنیوی یې وشي څو په خپلو پښو ودرېږي. د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت باید دولتي او خصوصي دواړو پوهنتونونو ته په متوازن ډول د پرمختګ زمینه برابره کړي او هغه امکانات چې د دولتي پوهنتونونو په واک کې یې ورکوي، د خصوصي پوهنتونونو په واک کې یې هم ورکړي. پوهاند قاضي وایي چې په وار وار د لوړو زده کړو وزارت له خوا ور سره ژمنې شوې دي، خو عملي شوې نه دي. د خصوصي پوهنتونونو مؤسسین په دې اند دي چې خصوصي پوهنتونونه هم د هېواد بچیان روزي او د علم په ګاڼه سمبال خلک ټولنې ته وړاندې کوي، نو ښایي چې په هر اړخیزه توګه ور سره مرسته وشي. دایمي ځایونه ورکړي، مالیه یې راکمه شي، د متوازن پرمختګ زمینه ورته برابره شي او د برېښنا ستونزه یې حل شي.

Previous Post

کرونا ناروغي او امیدوارې مېرمنې

Next Post

د کرونا د مخنیوي لپاره ښه، خو ناکافي ګامونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
د کرونا د مخنیوي لپاره ښه، خو ناکافي ګامونه

د کرونا د مخنیوي لپاره ښه، خو ناکافي ګامونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یونیسف: افغانستان کې مو زرګونه کسانو ته روغتیایي خدمتونه برابر کړي

فبروري 15, 2024

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د ابادولو او تنظيمولو کارونو لپاره مهم هدايت وکړ

جولای 2, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved