د پاکستان په بلوچستان ایالت کې زرګونو کسانو د چمن – سپين بولدک پر دروازه د لګول شويو محدوديتونو پر ضد لاريون وکړ. په دغه لاريون کې چې زرګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه، ګډون والو يې د چمن او سپين بولدک د دروازې په اړه د پاکستان حکومت پرېکړې غندلي او دا يې د دواړو خواوو پرتو ولسونو په زيان بللي. دوی دغه راز په يوه خوله له پاکستاني حکومته غوښتي چې د چمن او سپين بولدک ترمنځ پر دروازه پاسپورټ نه مني. دغه راز لاريونوالو د چمن پرېس کلب مخې اعتراضيه ناسته هم کړې ده. د يادونې ده چې څه موده وړاندې د دغه هېواد د بلوچستان ايالت والي ويلي و، چې له دې وروسته به د سپين بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه يوازې هغه څوک تګ راتګ کولی شي چې قانوني ويزه او پاسپورټ ولري.












