د لغمان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د څښاک اوبو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو شبکو د پرانیستلو پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بيارغونې او پراختیا رییس وویل، چې دغه شبکې د الیشنګ ولسوالۍ په اړیني کلي کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۷ میلیونو ۱۹۰ زره ۵۷۴ افغانیو په لګښت، د ۱۳ زره ۲۳۷ مترو په اوږدوالي جوړې شوې، چې په کې د ۱۹۵ نل لیکو نصبول او د ٦٠ متر مکعب په وړتیا د اوبو دوو زېرمو جوړول شامل دي.











