د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د سمسور لغمان په نوم د ۲۰ زره نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو. د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس ویلي، چې پر دې سربېره به سږ کال ۸۰۰ زره نیالګي له دې ولایت څخه د هېواد مختلفو سیمو ته ولېږدول شي، چې دا مهال یې لړۍ روانه ده. لغمان د هېواد یو له هغو ولایتونو دی، چې د نیالګیو د تولید تر څنګ پکې په دې وروستیو کې خلکو بڼوالي ته هم مخه کړې، چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.












