د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د سولې بنسټ پروژې له لوري د دغه ولایت په مرکز مهترلام او قرغه یې ولسوالیو کې د سټروسو ٦٨ جریبه بڼونو جوړولو چارې پیل شوي دي. د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس محمد ولي محسن وویل چې د دغو بڼونو له ډلې ٢٣ د مالټې، ٤٣ جریبه لیمو او دوه جریبه چينايي لیمو شامل دي، چې د بڼونو ډیزاین او کښت چارې یې د همکارې موسسې او د لغمان دکرنې ریاست په ګډو هڅو روانې دي.











