چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

لوئیز ګلوک

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 13, 2020
in څېرې
0
لوئیز ګلوک
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

لوئیز الیزابت ګلوک امریکایي شاعره او لیکواله ده. هغه په ۱۹۴۳ز کال کې زیږېدلې ده. نوموړې په ادبي برخه کې ډېرې جایزې ګټلې دي. د پولیتزر جایزه، د انساني علومو مډال، د کتاب ملي جایزه، د کتابونو د منتقدانو د حلقې جایزه، بولینګن جایزه او اوس تازه په تازه دغه ده د نوبل جایزې ګټونکې هم شوه. له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ز کال پورې یې د امریکا د غوره شاعرې جایزه هم ګټلې وه. روانه میاشت د نوبل جایزې بنسټ اعلا ن وکړ چې الیزابت ګلوک ته یې د غوره ادبي خدماتو له امله د نوبل د ادبیاتو جایزه ورکړې ده.  نوبل بنسټ زیاته کړې چې هغه په خپلو بې تېروتنو شعرونو، ښایسته غږ او شاعرۍ باندې د فردي وجود یوه بېله نړۍ جوړه کړې ده.

ګلوک ته تر ډېره د ژوندلیک شاعره وایي. په دې مانا چې په شاعرۍ کې یې تر ډېره فردي او شخصي تجربې را اخیستې دي. د یوه ژوندلیک په څېر د خپل ژوند پېښې بیانوي. لوئیز په ژوند کې له ډول ډول پېښو سره مخ شوې ده. دې هر څه یې ژوند ته افسانه‌يي او اسطوره‌يي رنګ ورکړی دی. ګلوک په نیویارک کې وزیږېده، په لانګ آیلند کې لویه شوه، هغه د ښوونځي زده کوونکې وه چې په عصبي برخه کې له یوې ستونزې ځورېده. وروسته له دې ناروغۍ ورغېده، خو پر ژوند یې دې هر څه خپل اغېز درلود. په سارا لاورنس کالج کې یې د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړه، کلمبیا پوهنتون ته لاړه، خو کوم سند یې تر لاسه نه شوی کړی. ګلوک په خپله شاعرۍ کې تر ډېره پر شخصي تمایلاتو او په تروما د اخته کېدو له ترخو تجربو خبرې کوي.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

لوئیز ګلوک د دانیل ګلوک لور وه چې سیمه ییز سوداګر و. مور یې بیاتریس ګلوک نومېده چې په اصل کې د روسیې له یهودانو وه. نیکه او نیا یې بیا د هنګري له یهودانو وو، چې امریکا ته کډوال شوي وو. نیکه او نیا یې په دې بریالي شوي وو چې په امریکا کې د خوړو یو کوچنی پلورنځی جوړ کړي. پلار یې هیله لرله چې لیکوال شي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه چې دې هیلې ته ورسېږي، بالاخره یې سوداګرۍ ته مخه کړه، خو مور یې ویلزلي کالج لوستی و. مور او پلار یې ګلوک ته په  ماشومتوب کې کیسې کولې، د پخواني یونان افسانې به یې ورته لوستې، په هغه وخت کې دود شوي داستانونه یې ورته لوستل او ګلوک په همدې چاپېریال کې لویېدله. لا ماشومه وه چې له شعر ویلو سره یې مینه پیدا شوه او ماشومانه شعرونه به یې لیکل او زمزمه کول. هغه ښوونځي پیل کړ، خو مخکې مو هم وویل چې په عصبي برخه کې له تروما ځورېده، دا مسئله د دې سبب شوه چې په زده کړو کې یې ستونزې جوړې کړي. کالج ته مکمل وخت نه شوی ورتللی، نو ځکه یې زده کړې مکملې او پوره نه وې، رسمي سند یې وا نه خیست. ناروغي یې تر ډېره د زده کړو لپاره خنډ شوه. ګلوک بیا په ساراه لاورینس کالج کې د شعر لیکلو یوه ټولګي ته نوملیکنه وکړه. له ۱۹۶۳ز تر ۱۹۶۶ز کال پورې دلته وه. همدا راز یې د شعر لیکلو په یوه ورکشاپ کې په کولمبیا پوهنتون کې هم نوملیکنه وکړه. نوموړې وایي چې په دې ځای کې یې له دوو استادانو لیونئ آدامز او سټانلي کونتیز ډېره متاثره شوې وه او هغه د خپل پرمتخګ اصلي لاملین او مرستندویان بولي.

ګلوک له کولمبیا پوهنتون بې سنده فارغه شوه او هېڅ کوم تحصیلي سند یې له دې پوهنتون تر لاسه نه کړ. له دې وروسته اړ وه چې د خپل ژوند د تېرولو لپاره کار وکړي. لومړی یې کار په دفترونو کې له منشیتوب پيل کړ. په همدې وخت کې یې له چارلیز هرتز سره واده وکړ چې وروسته په طلاق ختم شو. په ۱۹۶۸ز کال کې ګلوک خپله لومړنۍ شعري تولګه د (Firstborn) په نامه چاپ کړه. بیا یې په ۱۹۷۱ز کال کې په ګوادرد کالج کې د شعر د استادې په توګه دنده پیل کړه. لومړنۍ شعري ټولګه یې په امریکا کې د شعر د منتقدینو او لیکوالانو له تاوده هرکلي سره مخ شوه. دویمه شعري ټولګه یې هم د استادۍ پر مهال لیکلې ده او دا ټولګه یې (The House on Marshland) نومېږي چې په ۱۹۷۵ز کال کې له چاپ راووته. د شاعرانو په وینا، دا په شعر کې یو نوی طرز، نوی غږ او نوی ډول دی چې لا به وغوړېږي او دوی د ګلوک لا بریا له ورایه لیدله.

ګلوک په ۱۹۸۰ز کال کې بله شعري ټولګه هم چاپ کړه، چې ځینو شعرونو باندې یې نیوکې وشوې او نقادانو ویل چې د هغه ځينې شعرونه د ماشومانو ضد دي او داسې څرګندوي چې ګواکې هغه د ماشومانو ضد شاعره ده. بلخوا په همدې کال کې د اورلګېدنې له امله په ورمونت کې د ګلوک کور وسوځېد او د نوموړې هر څه پکې وسوځېدل. دې پېښې یې پر ژوند ډېر اغېز وکړ او خورا خواشینې شوه. له دې وروسته یې په شاعرۍ کې نور بدلونونه هم راغلل. د دې مهال شعرونه یې بیا په ۱۹۸۵ز کال کې په (The Triumph of Achilles) نومې ټولګه کې راټول کړل. د هغه وخت نقادانو ویل چې د ګلوک دا شعري ټولګه تر نور ټولو پخوانیو ټولګو مخکښه ده، واضح ده او یو بېل نوی طرز پکې کارېدلی. همدا د ګلوک لومړنی اثر و چې هغې ته یې جایزه وګټله او نوموړې یې په امریکا کې مشهوره کړه.

ګلوک په ۱۹۸۴ز کال کې په ماسوچیست کې په ویلیامز کالج کې د انګلیسي د تدریس د برخې غړې شوه. یو کال وروسته یې پلار ومړ. دې پېښې یې پر ژوند خورا منفي اغېز وکړ. همدا لامل شو چې د مرګ او د پلار د مړینې ترخې تجربې په (Ararat) نومې شعري ټولګه کې راټولې کړي او په ۱۹۹۰ز کال کې یې چاپ کړي. دا کتاب د منتقدانو له توندو څرګندونو سره مخ شو. دوی دا کتاب د ظالمانه او وحشتناکه صحنو وړاندې کوونکی وباله. د نیویارک ټایمز یوه منتقد ډوایټ کارنر ولیکل چې دا د امریکایي ادبیاتو په تاریخ کې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو وحشیانه لیکل شوی اثر دی. په دې اثر کې وېره، ناهیلي، درد، غمونه او تورې تیارې په شعري ژبه وړاندې شوې وې. همدا نقدونه د دې سبب شول چې ګلوک خپله بله شعري ټولګه له انځورونو، ښایستونو، طبعیت او خوشالیو له تصویرونو ډکه کړي او خواږه کلمات وکاروي. پر دې کتاب یې (The Wild Iris) نوم کېښود او په ۱۹۹۲ز کال کې چاپ شو. په دې کتاب کې یې د ژوند پر مانا، هدفونو، ښکلاوو او نورو بېلو مسایلو خبرې کړې دي. د نقادانو له تاوده هرکلي سره مخ شو او هغه یې یو مهم کار وباله.

۱۹۹۰یمه لسیزه د ګلوک په ژوند کې د بریاوو لسیزه وه، خو تر څنګ یې په شخصي ژوند کې هغه ډېرې ستونزې هم لرلې. له خاوند سره یې کشمکش و چې په پایله کې یې طلاق رامنځ ته شو، کورنۍ ستونزې یې ډېرې وې چې بیا یې دا ټولې تجربې شعر ته هم را ولېږدولې. په ۱۹۹۴ز کال کې یې د شعر لیکلو تر څنګ د شعر په اړه مقاله لیکل هم پيل کړل، چې بیا یې وروسته دا ټولې مقالې د یوه کتاب په بڼه چاپ کړې. ګلوک همداسې د ژوند خپلې هرې پېښې ته لیکل کړي دي او د ژوند ډېری تجربې یې په شعرونو کې منعکسې شوې دي. د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په یوولسمه چې کله په نیویارک کې ترهګریزه پېښه وشوه، نو د امریکایي وګړو پر رواني وضعیت یې خورا ناوړه اغېز وکړ. ګلوک هم له دې اغېز لرې نه وه، د همدې پېښې په تاثر یې په ۲۰۰۴ز کال کې یوه شعري ټولګه چاپ کړه چې په هغه کې یې د امریکا دغه پېښه او تر هغې وروسته وضعیت په یوه اوږد شعر کې انځور کړی و. کتاب شپږ برخې و، خو په اصل کې موضوع یوه وه. دا یې د یونان د پخوانیو اسطورو په تقلید لیکلی شعر و، چې تر ډېره د هغه پېښې اغېز او د امریکایي وګړو رواني ضربې او وضعیت پکې منعکس شوی و. نوموړې د همدې ادبي فعالیتونو په دوام د ډېرو امریکایي او نړیوالو جایزو تر څنګ، دا دی په ۲۰۲۰ز کال کې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې شوه. نوموړې دا د ځان لپاره ستر ویاړ بللی دی او وایي، خپل احساسات نه شي بیانولی. هغې ته چې کله د نوبل بنسټ له لوري د جایزې د ورکړې په پار زنګ ووهل شو، حیرانه شوه. باور یې نه راتلو چې د نوبل جایزې له بنسټ به ورته زنګ وهل شوی وي. ګلوک د نوبل جایزې په تاریخ کې د ادبیاتو په برخه کې د دې جایزې شپاړسمه ښځینه ګټونکې ده.

ګلوک خپل ځانګړی سبک لري. هغه په شاعرۍ کې له دې امله مشهوره ده چې کلمات دقیق کاروي. په دې مانا چې د ژبې له کارونې سره له پوره دقت کار اخلي. هغه د کلماتو؛ مفاهمو او اصلیت ته ډېره توجه کوي. نه غواړي چې د خپلې قافیې د جوړولو لپاره کلمات خراب کړي. د نوبل جایزې بنسټ هم ویلي چې د غلطۍ نه لرونکې شاعرۍ لپاره یې دغه جایزه ګټلې ده. نوموړې د کلماتو په کارونه کې هېڅ وخت تېروتنه نه کوي. امریکایي منتقدین یې له دې امله ستايي او په دې باور دي چې شاعرۍ او لیکوالۍ یې د ژبې له ښه کولو سره هم مرسته کړې ده. امریکايي نقاد کریګ مورګان وایي، هغه داسې شاعره ده چې کلمات یې تل کامیاب او پر خپل ځای کارولي دي. هغه کلمات په سختۍ راټولوي او هېڅ وخت نه غواړي چې په اسانۍ یې وبایلي.

یو بل څه چې ګلوک یې محبوبه کړې ده هغه له مخاطب سره د نوموړې صداقت دی. هغه په پوره صداقت د خپل ژوند تجربې له مخاطب سره شریکوي او مخاطب یې هم اوري او له دې تجربو استفاده کوي. د ګلوک شاعرۍ ته ځکه د ژوند لیک لیکلو سبک وایي، ځکه هغه د خپل ژوند مهم موارد او پېښې په پوره مهارت لیکلې او تر لوستونکو رسولې دي. ځینې نقادان بیا وایي چې ګلوک یوه اعترافي یا اعتراف کوونکې شاعره ده، چې پر خپلو تېروتنو او ستونزو اعتراف کوي، خو ځینې نور بیا وایي چې دا اعترافونه نه دي، بلکې پېښې دي او په هغو مواردو کې د خپل ژوند خبرې کوي، چې اړتیا یې پېښېږي. د ګلوک په شاعرۍ کې متکلم خبرې کوي، مرکزي کس تل اول شخص دی او فردي تجربې شریکوي.

ګلوک دمګړۍ په امریکا کې ژوند کوي او هیله لري چې خپل ادبي خدمات یې لا پراخ کړي. د نوبل بنسټ ویلي چې هغه په شاعرۍ کې نوې لارې جوړې کړې دي، سبک یې ځانګړی دی، مهمې انساني تجربې یې لېږدولې دي، د خلکو پر ژوند یې د شاعرۍ اغېز ډېر دی، نو ځکه یې د ادبیاتو په برخه کې د نوبل ګټونکې بللې ده.

شفیق امیرزی

Previous Post

دوه ځل ناکامي

Next Post

د سولې په فضا کې د جګړې شدت

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
په کابل کې حکومت غلو ته جواز ورکړئ!؟

د سولې په فضا کې د جګړې شدت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

عراقچي: موږ د ډیپلوماسۍ پلوي یو خو پوځي ګواښونو ته به تسلیم نه شو

عراقچي: موږ د ډیپلوماسۍ پلوي یو خو پوځي ګواښونو ته به تسلیم نه شو

اپریل 9, 2025
دينګ شوي شيانګ له ترکمنستان څخه لېدنه وکړه

دينګ شوي شيانګ له ترکمنستان څخه لېدنه وکړه

نوومبر 30, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved