د امریکا لوړپوړي نظامي چارواکي وایي د افغانستان جګړه د امریکا ستراتيژيکه ناکامي وه. د امریکا لوړپوړي نظامي چارواکي ددغه هېواد سنا ته وربلل شوي وو او د افغانستان په اړه ترې پوښتنې ګروېږنې شوې دي. د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي له افغانستان وتل او دلته شل کلن ماموریت ستراتيژيکه ناکامي بللې ده او په خبره یې بایډن ته یې د سرتېرو د پرېښودلو وړاندیز کړی و. دده په خبره بایډن ته یې ویلي وو چې د افغان حکومت د ساتلو لپاره باید د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې سرتېري پرېږدي خو بايډن نه ورسره منله. هغه همدا راز وایي چې د افغان پوځ پاشل کېدو حیران کړل او په خبره یې لامل یې هم ښايي دا و چې امریکا له طالبانو سره هوکړه لاسلیک کړه. بلخوا د امریکا ددفاع وزیر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې ستراتيژيکه ماتې خوړلې، خو د افغان حکومت د پاشل کېدو ستر لامل د افغان مشرانو ترمنځ د فساد اوج او د سرتېرو ترمنځ د یوې منظمې او ژمنې ادارې نه موجودیت و.












