د لوګر د پوهنې ریاست د سواد زدهکړې په ۱۵۵ کورسونو کې نږدې دوه نیم زره نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې زمینه برابره کړې ده. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې یاد کورسونه د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ریاست په لارښوونه د دغه ریاست د سواد زده کړې مدیریت او HHOA مرستندویه موسسې له خوا په هغو سیمو کې چې نالوستي ډېر لري جوړ شوي دي. په دغو کورسونو کې شاوخوا ۲۴۹۸ کسانو ته د سواد زده کړې ورکول کېږي چې ټول د بېلا بېلو دلایلو له امله له لیک لوست نه بې برخې پاتې شوي دي.












