د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د صنعتي پارک جوړولو په موخه ۱۰۰۰ جریبه ځمکه تثبیت شوې ده. د دغه ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاده ځمکه به ژر د پانګوالو او صنعتکارانو په واک کې ورکړ شي. د ویلو ده، چې د لوګر په مرکز پلعلم کې هم د کوچنیو سوداګرو لپاره ٥٠ جریبه ځمکه یوه صنعتي پارک ته ځانګړې شوې ده.











