د چین صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د جون د ۲۰مې نېټې په سهار د جرمني په برلين کې د دغه هېواد له خپل سيال اولف شولتز سره خبرې اترې وکړې.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل، چين او جرمني د عصري کېدو په لاره کې د باور وړ همکاران دي. د چين او جرمني ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۵۱ کلونو راهیسې، دواړو هېوادونو د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي ډیالوګ او همکارۍ ژورتيا ته دوام ورکړی، هراړخيزې ستراتيژيکې همکاریزې اړيکې یې ټينګې کړې او په ګډه د چین او اروپا د اړیکو د سالم او باثباته پرمختګ هڅوي. چين او جرمني د دوو لویو هېوادونو په توګه دې لا زياتې همکارۍ وکړي. چين غواړي له جرمني سره ګډ کوښښ وکړي چې د چين او جرمني ترمنځ اړيکې نوې کچې ته ورسوي، د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره ښه خدمت وکړي او نړۍ ته لازیات مثبته انرژي او ثبات ورکړي.
شولتز وويل، جرمني د چين د پرمختګ او سمسورتيا هرکلی کوي، دا د نړیوالې سولې او ثبات لپاره ګټور دی. جرمني د اقتصاد او سوداګرۍ د هر ډول اړيکو له پرېکون سره مخالفت کوي او د خطرونو کمول له چین څخه د جلا کېدو مانا نه لري. جرمني له چين سره د باثباته اړيکو د پرمختګ لپاره ژمن دی او غواړي د دواړو خواوو ترمنځ تبادلې لا پياوړې کړي، د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ ژورې کړي او د اقليمي بدلون د مخنيوي او زرغون پرمختګ په برخو کې د همکارۍ لا زياتو موافقو ته ورسېږي. جرمني د دوه اړخیزې پانګونې ملاتړ کوي او په جرمني کې د چيني شرکتونو د پانګونې لپاره به ښه سوداګريز چاپېريال برابر کړي.












