د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي چې فرانسوی ديپلومات او د ملګرو ملتونو د سولې په برخه کې تکړه مرکچي ژان آرنولټ یې د افغانستان او ددغه هېواد د سولې په مسئله کې د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. هغه تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو له لوري د ګڼو هېوادونو د سولې په پروسو کې همکاري کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې ژان به په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر له مشرې دیبورا لاینز سره ګډ کار کوي. ملګري ملتونه وایي چې د مسکو او ترکیې تر غونډو مخکې یې خپل نوی استازی مقرر کړی دی او دغه استازی به هڅه کوي چې افغان جګړې ته د سیاسي حل په پیدا کولو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.












