مالیې وزارت د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست وایي، د اتو دولتي ادارو متقاعدینو ته به د تقاعدي حقوقو د ورکړې لړۍ د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي له ۱۰مې نېټې پیل شي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې، د لوړو زدهکړو وزارت او ولایتي پوهنتونونو، کابل پولیتخنیک پوهنتون، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، د مخکني حکومت د دفاع وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت متقاعدین شامل دي. د مالیې وزارت له یادو متقاعدینو غوښتي چې د تقاعد د حقوقو عمومي ریاست له وېبپاڼې څخه خپل نوبت معلوم کړي او د ټاکل شوې نېټې له مخې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره اړوند ریاست ته مراجعه وکړي.














