د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره کتلي دي. د یاد وزارت په خبره په ایران کې د افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې ایران کې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې. متقي دغه راز ویلي چې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغېز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ورکوي. په ورته وخت کې ایراني سفیر ویلي چې حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باوري وي.












