د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې په رسنیو کې اندېښمنونکي خبرونه چې بهرمېشتو افغانانو او د پخوانۍ ادارې کارکوونکو ته تشویش پیدا کوي یوازې تبلیغات دي. نوموړي دا څرګندونې د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین او سرپرست ادریس زمان سره په لیدنه کې کړې دي. متقي ټینګار کړی دی چې ټولو افغانانو ته په خپل هیواد کې د باعزته ژوند او خدمت کولو زمينه برابره ده. په همدې حال کې ادریس زمان د ا.ا د مشرانو له ښه نيت او سپارښتنو مننه کړې ده او په هېواد کې یې د خدمت هوډ څرګند کړی دی.












