طالبان وایي هېچا ته د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې د کابینې د پاتې غړو د معرفي تر څنګ پر مهمو مسایلو خبرې وکړي. نوموړي وویل چې نړیوال دې د افغانستان حکومت په رسمیت و پېژني، له افغانستان سره دې ديپلوماتیکې اړیکې وساتي او په خبره یې د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې د نوي حکومت د رسمیت لپاره هڅه وکړي. هغه همدا راز د ښې حکومتولۍ په اړه وویل چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو مشورو ته درناوی ولري خو هېچا ته د هېواد په کورنیو چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي. دده په وینا پاکستان او د نړۍ نورو هېوادونو د حکومتولۍ په اړه له افغانستان سره د سلا مشورې لرلې دي او په وینا یې د اسلام اباد په ګډون هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.












