د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی او په دغه غونډه کې د سیمې مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کېږي. مجاهد ویلي، افغانستان له اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان دغه اهمیت درک کړي.













