چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

محدوده او یا پرانیستې سوداګري انتخاب شي؟

لیکوال: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 30, 2025
in نړیوال خبرونه
0
محدوده او یا پرانیستې سوداګري انتخاب شي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

دا په سوداګرۍ کې یوه معمول او منل شوې خبره ده چې هر آزاد سوداګر او پانګوال  د خپل کار او پانګونې لپاره مناسب بازار لټوي او هغوی په دې برخه کې سیاسي، فکري، عقیدوي او نورو مسایلو ته پام نه کوي.

نو ځکه هر هېواد هڅه کوي چې خپل بازارونه او تجارتي پالیسۍ  داسې جوړې کړي چې د نړیوالو سوداګرو او پانګوالو د علاقې وړ شي او په دې برخه کې له خپلو سیالو هېوادونو سره رقابت کوي.

سالم او مضر رقابتونه او پر نړیوال تجارت يې اغېزې

د ځینو کلمو په اړه هسې په ذهن کې منفي تصویر جوړشي مګر په حقیقت کې داسې نه وي،  لکه «رقابت یا سیالي».

رقابت مثبت هم کېدای شي لکه موږ چې مخکې یادونه وکړه چې مثلا که د تجارت په برخه کې یو هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د مناسب بازار برابرولو لپاره هڅه کوي، نو که بل هېواد په دې برخه کې رقابت یا سیالۍ ته راوړاندې کېږي او تر هغه بل لا ښه بازار او شرایط برابروي نو دا سالم رقابت دی او مثبته نتیجه لري ځکه څومره چې سوداګرو او پانګوالو ته سهولتونه رامنځته کېږي، په هماغه کچه سوداګري وده کوي او بالاخره ګټه يې عامو مشتریانو ته رسېږي.

خو برعکس، که یو هېواد د ځان د ګټو لپاره د نورو ګټې په خطر کې اچوي او یا د نورو د پرمختګ مخه نیسي نو دا بیا منفي او مضر او مردود رقابت دی.

مضر رقابتونه نه یوازې مقابل لوري او عام زیانونه پېښولای شي، بلکې ډېر وخت عامل ته هم زیان رسوي.

د امریکا له خوا له ۲۰۱۸ میلادي کاله پر ځینو هېوادونو اقتصادي فشارونه او پر تولیداتو يې د اضافې تعرفو لګولو سیالي پیل شوې چې د ټرمپ د بیاځلي واک ته په رسیدو سره دغه فشارونه لا پراخ او سخت شول چې نه یوازې یو هېواد، بلکې چین، کاناډا، مکسیکو او آن اروپا چې د امریکا نږدې او دایمي ملګرې پاتې شوې هم غځول شوي دي چې له شک پرته به نړیوال تجارت متاثر کړي.

ټرمپ د مارچ په ۲۶مه په یوه تازه فرمان کې ویلي چې د اپرېل له دویمې نېټې به د ټولې نړۍ پر هغو موټرو چې امریکاته صادرېږي ۲۵ سلنه تعرفه زیاته شي او په وینا يې دا تعرفې به دایمي وي.

آیا اروپايي پانګوال او سوداګر له امریکا مخ اړوي؟

که څه هم امریکا او اروپا ډېر پخواني متحدین او سوداګریز شریکان دي خو په دې وروستیو کې چې ولسمشر ټرمپ د خپلې تجارتي جګړې د ټوپک شپېلۍ اروپا ته هم سیخه کړې نو د دغه لويې وچې پر پانګوالو د محاصرې کړۍ تنګه شوې او په مقابل کې يې چین چې پرانیستې تجارتي پالیسي لري، داسې اټکل کېږي چې اروپايي پانګوالو له امریکا مخ اړولی او چین بازار ته يې زړه ښه کړی دی.

نو اوس دا زموږ د هغه خبرې یو ثبوت دی چې پاس مو یادونه وکړه چې ډېر وخت مضر رقابت نه یوازې مقابل لوري ته زیان رسوي، بلکې عامل ته يې هم زیان رسېږي لکه اوس چې اروپايي پانګوال له امریکا څخه مخ اړوي.

چاره څه ده؟

دا چې په آسیا کې تجارتي خدمات راحت او ډېر شوي، نوي اقتصادي قدرتونه را ټوکېدلي او په داسې حال کې چې امریکا د خپلو تعرفو او تجارتي جګړې اصلي هدف هم آسیا ګرځولې نو باید اسیا په اتحاد او یووالي سره د امریکا پروړاندې ودرېږي چې دا به نه یوازې د امریکا د اقتصادي جګړې له شره د آسیا نجات وي، بلکې د ټولې نړۍ تجارت به وژغوري.

اوس چې تازه د چین د های نان ولایت کې د بواو فورم کلنۍ غونډه روانه ده نو هیله ده چې له دې فرصته په استفادې یو تاریخي اقدام وشي او د امریکا د زیات غوښتنو پروړاندې د درېدو معقولې لارې انتخاب شي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې له ۶۰ د ډېرو هېوادونو څه باندې ۱۵۰۰ استازي ګډون لري چې په دې کې پر سیاسي مشرانو سربېره پانګوال هم شامل دي نو ځکه يې پرېکړه مهم تاثیرات لري.

Previous Post

حامد کرزي هیواد والو ته؛ هیله لرم د کوچني اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړئ

Next Post

ډبلیو ایف پي؛ له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی
نړیوال خبرونه

د جاپان ۱۲۸ سيمه ييزو شوراګانو د اټومي وسلو پر پخوانۍ تګلارې ټينګار کړی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي
نړیوال خبرونه

نتنیاهو: له غزې ځواکونه نه وباسو، څو حماس بې وسلې نه شي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي
نړیوال خبرونه

امریکا او ايران د هرمز تنګي پر بيا پرانيستلو يوه خوله نه دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
ډبلیو ایف پي؛ له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

ډبلیو ایف پي؛ له افغانانو سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سره میاشت د ۵۰ په زړه سوري ماشومانو وړیا درملنه کوي

سره میاشت د ۵۰ په زړه سوري ماشومانو وړیا درملنه کوي

جون 26, 2024
راتلونکې میاشت چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

راتلونکې میاشت چین کې د افغانستان په اړه غونډه جوړېږي

فبروري 26, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved