امریکا پر دې خوښي ښودلې چې په تېر کال کې يې په افغانستان کې یو سرتېری هم په جګړه کې نه دی وژل شوی، خو په دې یې هېڅ نه دي ویلي چې د دوی پيل کړې جګړه دلته هره ورځ د افغان انسان ژوند اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه ټوېټ پیغامونو کې د سولې په برخه کې د ټرمپ له تګلارې هم ملاتړ کړی او د هغه پلان یې بریالی بللی دی. بلخوا افغان حکومت بیا ویلي، دا سمه ده چې په دې جګړه کې امریکايي عسکر نه دي وژل شوي، خو روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی.
په تېر میلادي کال کې طالبانو او امریکا په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ چې د همدې تړون تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې امریکايي عسکر خوندي شول، خو پر افغان پوځیانو جګړې او بریدونه لا هم دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پر دې خوښي ښودلې چې په تېر میلادي کال کې یې ان یو عسکر هم په افغانستان کې نه دی وژل شوی. نوموړي په یو لړ ټوېټ پیغامونو کې ویلي: ((زموږ پلان بریالی و، د سولې لپاره د ټرمپ تګلاره اغېزناکه وه، په تېر یوه کال کې هېڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې نه دی وژل شوی)).
مایک پمپيو په ټوېټ پيغامونو کې د ټرمپ تګلاره او ډيپلوماسي هم پیاوړې بللې او په خبره یې، د همدې تګلارې پر مټ دوی بریالي شول چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل کړي. پمپیو وایي، اوس افغان حکومت او طالبان خبرې کوي چې دا د امریکایي ډيپلوماسۍ پیاوړتیا ښيي.
بلخوا افغان حکومت بیا د پمپیو پر دغه څرګندونو غبرګون ښودلی دی. افغان حکومت وايي، دا سمه ده چې په افغان جګړه کې د بهرنیو په تېره د امریکايي عسکرو وژل کېدل درېدلي دي، خو بلخوا دا جګړه خونړۍ شوې او هره ورځ د افغانانو ژوند اخلي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینهپال وایي، د سولې تر هوکړې وروسته د دې اړتیا وه چې دلته روانې جګړې کمې شي او مذاکرات یوې پایلې ته ورسول شي، خو برعکس طالبانو د افغان حکومت او افغان سرتېرو پر وړاندې جګړې شدیدې کړې چې دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. د مینهپال په خبره، طالبانو اوس د امریکا پر وړاندې جګړه پرې اېښې ده، نو د ولس او حکومت پر وړاندې جنګېږي.
د دې ترڅنګ د مشرانو جرګې غړو هم د تېرې ورځې په غونډه کې د مایک پمپیو پر څرګندونو غبرګون وښود. د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، امریکا غوښتل چې په افغانستان کې یې مالي او ځاني تلفات کم شي، دوی خپلو موخو ته ورسېدل، خو د افغانانو تلفات او مالي زیانونه دوی ته بې تفاوته دي. د ده په خبره: ((د مایک پمپیو څرګندونو خلک هوښیار کړي دي. هېڅوک دلته زموږ لپاره نه دي راغلي. دا خلک ټول د خپلو ګټو لپاره راغلي دي، هر څوک خپلې ګټې لري)).
ایزدیار دغه راز وویل چې افغان حکومت باید د پمپیو له خبرو پند واخلي. د ده په خبره، په دې یوه کال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون شوی، په هېواد کې د طالبانو د جګړو له امله زرګونه ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې پمپیو یې په اړه هېڅ راز غبرګون هم نه دی ښودلی او دوی ته هېڅ مهم نه دي. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار هم وایي، دا د شرم ځای دی چې پمپیو د خپلو سرتېرو د نه وژل کېدو یادونه کوي، خو د زرګونه افغانانو د وینو تویېدل ورته اهمیت نه لري. هغه په کنايي ډول زیاته کړه: ((موږ له پمپیو څخه ګیله نه لرو، ځکه دوی د خپلو ګټو خبره کوي، دا چې امریکايي عسکر په دې موده کې نه دي وژل شوي طالبانو او امریکا ته دې مبارک وي)).
پمپیو داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې لا هم د امریکا روانه کړې جګړه په خپل شلم کال هم له افغانانو قرباني اخلي، امریکایان په خوندي نظامي اډو کې دي، خو جګړه د افغان انسان پر کور او کلي لا هم روانه ده او افغان انسان یې د ویر پر ټغر کېنولی دی.












