د ا.ا.ا د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب پر خپلو ځواکونو غږ کړی دی چې د ا.ا له لوري دې اعلان شوې عفوه جدي ونیسي او هچاته دې زیان نه رسوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې په ځینې ولایتونو کې یو شمېر استفاده جویه کسانو د شخصي عقدو سړولو په خاطر هغه کسان وژلي دي چې په تېر حکومت کې یې کار کاوه چې دا د ا.ا پالیسي نه ده او هیڅوک باید په خپلسرو کړنو د افغان ولس قربانيو ته په سپکه سترګه ونه ګوري. ملا یعقوب دغه راز پر خپلو ځواکونو ټینګار کړی دی چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او هیڅکله دې داسې کړنې نه ترسره کوي چې هغه د خلکو د ځورولو سبب کېږي. نوموړي له خپلو ځواکونو غوښتي چې له بې ځایه عکاسیو، بې ځایه سفرونو او دولتي ادارو ته له بې ځایه ورتګه په کلکه ډډه وکړي. هغه طالب ځواکونو ته په خطاب کې ویلي: ( نادیده، نادیده مه کېږئ، په دې ډول کړنو امارت مه بدناموئ، دولتي اسرار مه افشا کوئ). نوموړي همدا راز ویلي چې ځینې طالب قومندانو د خپلو ډلګیو د پراختیا په خاطر یو شمېر نامسوول کسان هم له ځان سره یو کړي دي چې دا له امارت سره خیانت دی. د ده په خبره تصفیه روانه ده او له سرغړونکو سره به جدي چلند کېږي.












