د دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب وايي، چې واخان د افغانستان سر دی او څو چې ا.ا واکمن وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي پرته له دې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلي وویل، هغه کسان چې په یوه او بل نوم هېواد کې بغاوت کوي، سخت به وځپل شي. نوموړي د ا.ا پر مسوولینو غږ وکړ چې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي او په وینا یې، د خپل ځان قاضي واوسي. د دفاع وزارت سرپرست همداراز وویل چې افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله امنیت ټينګ شوی او له بهرنیو موسسو یې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې پانګونه وکړي.












