د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې ده. ګوترش د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ په غونډه کې ویلي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي. ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره یې هڅې پیل کړې دي او له هغه هم مخکې يې د افغانستان په ګډون په ټولو جګړه ځپلو هېوادونو کې د اوربند غوښتنه کړې وه.












