د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان مشر ریچارډ ترنچارډ وايي، چې سږ کال په افغانستان کې ۳۱ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، د څارویو د خوړو او سبزیجاتو تخم وویشي. نوموړي دغه خبرې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي. د کرنې وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست د څارویو د پالنې، د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو، د څارویو د خوړو برابرولو، د ملخانو له یرغل سره د مبارزې په برخو کې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.












