د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي، افغانستان له وچکالۍ او د اقلیم له بدلون سره مخ دی او باید له دغه هېواد سره د مرستې لپاره اغېزناک ګامونه پورته شي. د دغه پروګرام د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان ۷۹ سلنې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. خبرپاڼه زیاتوي، په ۲۰۲۳ زیږیز کال کې، افغانستان د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنوونکو هېوادونو په کتار کې شپږم او د طبیعي پېښو له ګواښ سره مخامخ څلورم هېواد دی.












