د میدان وردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي چې د خوړو نړیوال پروګرامله لوري د دغه ولایت په ۱۸۰۰ بېوزله او اړمنو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه. د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالله ژمن ویلي، چې یاده مرسته د مرکز میدان ښار پر۱۸۰۰ بېوزله او اړو کورنیو وېشل شوې. نوموړي ویلي، چې هرې بې وزله کورنۍ ته ۳۲۰۰ افغانۍ مرسته وېشل شوې او په پام کې ده چې ورته مرستې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم پر بېوزله او اړو کورنیو ووېشل شي.











