په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر د اماراتو له ولیعهد سره کتلي دي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او افغان سوله خبرې شوې دي. دواړو لورو همدا راز په دې حساسو شرایطو کې پر همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې کړې دي. متحده عربي اماراتو امریکایي لوري ته ډاډ ورکړی چې له دوی سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکارۍ ډېرې کړي.












