ملګرو ملتونو یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې په هېواد کې به د نجونو د زده کړو او تحصیل د ادامې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د هېواد له بېلابېلو ولایتونو له راغلو مېرمنو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې پر روان وضعیت، د مېرمنو پر حقونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. لاینز ډاډ ورکړی چې دوی په افغانستان کې د مېرمنو له تحصیلي او تعلیمي برخو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او په دې لټه کې دي چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیستل شي. دوی ټینګار کړی چې زده کړې او تعلیم د نجونو حق دی او باید ورکړل شي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې به د ښځينه وو د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.











