په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر مرستیال او سرپرست مارکس پوتزل د افغانستان له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره په کتنه کې، د افغان ښځو له حقونو د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ. یوناما پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوتزل په کابل کې د ملګروملتونو سازمان په دفتر کې له یو شمېر سوداګرو مېرمنو سره کتلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په اقتصاد کې د ښځو د فعال حضور او ونډې د حیاتي اړتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.












