سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

ندین ګورډایمر

شفیق امیرزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 20, 2021
in څېرې
0
ندین ګورډایمر
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

ندین ګورډایمر په ۱۹۲۳کال کې د ژوهانسبورګ ښار په مربوطاتو کې دې نړۍ ته راغلې ده. هغې له ۱۹۵۱ کال د خپلو داستانونو په چاپ پيل وکړ او له ۱۹۶۰کال راپدېخوا په جنوبي افریقا کې د آپارتاید ضد غورځنګ سره یو ځای شوه. نلسن مندیلا د نړۍ وتلې څېره د هغو کسانو له ډلې و، چې په زندان کې یې د (برګر نجلۍ) په نامه د ګورډایمر یو ناول ولوست او همدا چې له زندان ازاد شو، نو نوموړې د هغو لومړنیو کسانو له ډلې وه چې منډیلا خپل حضور ته ور وبلله. دې لیکوالې په ټوله کې ۱۴ ناولونه لیکلي دي چې له دې ډلې ځینو یې نړیوالې جایزې هم ګټلې دي. د بېلګې په توګه، (محافظه کار) ناول یې په ۱۹۷۴ کال کې د بوکر جایزه ګټلې ده. همدا راز ډېرې نندارې، لنډې کیسې او ډرامې یې هم لیکلې دي.
نوموړې په ۱۹۹۱کال کې د نوبل جایزه وګټله. هغه مهال یې تر ټولو تازه ناول (یو ژوند مخ ته بوځه) نومېده. ګورډایمر په ژوهانسبورګ کې اوسېده. هغه په خپل ښار کې د ملګرو ملتونو د حسن نیت استازې وه او تر څنګ یې په دې ښار کې د من بوکر جایزې ګټونکې او استازې هم بلل کېده. ندین د خپل ادبي او فرهنګي ژوند پر مهال د لیکلو تر څنګ، ژوره مطالعه کوله او خپل ځينې ناولونه یې هم نقدول او اصلاحات به یې پکې راوستل. په همدې لړ کې د من بوکر ادبي جایزې د نړیوالو داورانو په ډله کې هم راغله او له همدې امله مجبوره وه چې لا ډېر لوستل وکړي، وړ کتابونه تحلیل کړي، کتنه ورته وکړي او د دې جایزې لپاره یې وړاندې کړي. هغه په دې مهال له نړیوالو لیکوالانو سره بلده شوه، ځکه د دغه جایزې داوران یا کتونکي تر ډېره پاخه لیکوالان او داسې کسان وو چې مطالعه یې لرله او د لیکلو او لوستلو په برخه کې له پراخې تجربې برخمن وو.
ګوردایمر وایي، د نوموړې په باور انسان مطالعه کوي، خو ځینې وخت مهمو مسایلو ته نه متوجه کېږي، کلونه وروسته چې همغه کتاب را اخلي، نو ګوري چې ډېر نوي څه پکې شته دي. نوموړې وایي، له ډېرو داسې کتابونو سره مخ شوې ده، چې کلونه مخکې یې لوستي وو، خو دلته یې بیا لوستلو ډېر څه ته متوجه کړه. داسې څه یې ترې زده کړل چې هغه مهال یې نه و ورته پام شوی. هغه وایي، که نن یو کتاب ولولی، خو ژوند درسره یاري وکړه او شل کاله وروسته بیا همدا کتاب ولولی، نو ډېر نوي څه به ترې درک کړی.
ګوردایمر داسې وخت نړۍ ته راغله چې د تورپوستو پر وړاندې تبعیضي چلند روان و. دا د ۱۹۲۳ کال پسرلی و. په جنوبي افریقا او امریکا کې تبعیض او ناندریو ژوند تریخ کړی و. په همدې چاپېریال کې ګوردایمر هم را لویېده. همدا چې د لیک لوست کېده، نو په یو ډول نه یو ډول د اپارتاید له اړوندو اثارو سره مخ کېدله. هغه لا ځوانه وه چې د خپلې ټولنې په اړه مطالعې د یوه روښانه فکر خاونده کړه او ځانګړی واضح لیدلوری یې درلود. دې وضعیت ډېر دوام ونه کړ او ګوردایمر لیکوالۍ ته مخه کړه. د نژادپالنې ضد لیکنې او مقالې یې خپرولې. کله چې اپارتاید مات شو، نو په ټولنو کې داسې ګنګوسې شوې چې د نوموړې اثار به هم نور بازار ونه لري، خو داسې نه وه او تر ننه پورې یې اثار خپل لوستونکي او مینه‌وال لري. د ګوردایمر اثار ډېر مشهور شول. په ۱۹۷۴ کال کې د محافظه کار ناول په لیکلو سره یې د بوکر جایزه وګټله. هغې داسې هم نه کول چې ټوله لیکوالي یې دې د نژادپالنې ضد مفکوره باندې راڅرخېده، بلکې اصلي موخه یې د خپلې ټولنې د ستونزو رابرسېره کول وو. په ۱۹۹۴ کال کې چې کله په جنوبي افریقا کې د لومړي ځل لپاره ټاکنې تر سره شوې، نو هغې یې هم د اثارو مفکوره بدله کړه او شاوخوا اته کتابونه یې خپاره کړل. په دې کتابونو کې یې په دې لویه او جنجالونو ډکه وچه کې د ایډز، فقر، محرومیتونو، وباګانو او نورو اړوندو ټولنیزو ناخوالو انځورونه وړاندې کول او د خلکو همدردي یې پاروله.
په معاصرو وختونو کې چې د ګوردایمر عمر تر اتیا کلونو هم لوړ و، هغې د اوسنۍ نړۍ ستونزو ته کتنه کوله. نوموړې د یوې انسان دوستې لیکوالې په توګه د جګړو مخالفت کاوه. په ویرجینیا کې پر یوه پوهنتون له برید نیولې د عراق تر جګړې هر څه یې غندل. هغې د تاوتریخوالي مخالفت کاوه او همدا راز د وسلو د کاروبار او ازادۍ مخالفه وه. په خپلو ډېرو اثارو کې یې په ټولنو کې د وسلو او تاوتریخوالي رامنځ ته کېدل غندلي دي. هغه وایي، په ټولنه کې چې کله تاوتریخوالی رامنځ ته کېږي، په هر ډوله چې وي ستاسې ژوند اغېزمنوي. له همدې امله یې د هېوادونو جګړې غندلې او د وسلې کارونه یې د بشریت پر وړاندې ستر جنایت باله. نوموړې په افریقا په تېره په جنوبي افریقا کې هم تاوتریخوالي او ناندرۍ غندل او خلک یې په خپلو کیسو او ناولونو کې سوله ییز او له درناوي ډک ژوند ته رابللي دي. نوموړې د همدې مسایلو په دوام په ۱۹۹۸ کال کې د (وسلو کور) په نامه یو ناول هم خپور کړ. په دې ناول کې یو ځوانکی له وسلو سره د شوق او مینې په وجه په جنایتونو او خونړیو پېښو کې راګیر کېږي.
نوموړې یو وخت په ټولنو کې د جنایتونو په اړه د (یو ژوند مخ ته بوځه) په نامه ناول ولیکلو. په دې کې په ټولنو کې شته ناخوالې او جنایي جرمونه انځور شوي دي. نقادان وايي چې د دې ناول کیسه پخپله پر ګوردایمر وشوه. کلونه وروسته یو منی یوه ډله غله د نوموړې کور ته ورغلل او ټول شته او نغدې پیسې یې ترې یوړې. پر هغې یې برید وکړ، خو زیانمنه نه شوه. بیا یې په خپله مرکه کې وویل، دې غلو تر دې ښه کار پیدا نه کړ چې د یوې زړې مېرمنې په شتمنۍ کې یې سترګې ګنډلې وې. له ټولو سره سره ګوردایمر ځان په خپلو اثارو او لیکنو کې بریالی بولي. نوموړې د اپارتاید تر مبارزې وروسته وویل چې په جنوبي افریقا کې د تبعیض له ننګه ډک دود له منځه یوړل شو. جشنونه جوړل شول، د دوی تر تمې لوړې بریاوې رامنځ ته شوې، خلک یو بل ته مخامخ ودرېدل او خبرې یې وکړې او اوس د دې وخت دی چې ستونزې په ګډه حل کړي، هېڅ جریان بې نیمګړتیاوو نه دی؛ خو تر ټولو ښه دا ده چې ټول سره یو ځای شي او تر ازادۍ وروسته رامنځ ته شوی سرخوږۍ درمان کړي.
ګوردایمر سره له دې چې ښه لیکواله وه، خو په خپل ژوند کې یې تل د ژوهانسبورګ د یوه مشهور لیکوال مونګان سروت ستاینه کوله. د نوموړې په وینا، هغه یو پیاوړی لیکوال او شاعر و، چې د جنوبي افریقا د ګنګرې غړی هم و او څو ځله نږدې وه چې د خپلو سیاسي افکارو او فعالیتونو له امله ووژل شي. د ګوردایمر د خوښې بل لیکوال ګونترګراس دی. د دې تکړه لیکوال په اړه مو په تېره خپرونو کې خبرې کړې وې، هغه هم د نوبل جایزې ګټونکی دی، خو د نوبل جایزه یې تر ګوردایمر کلونه وروسته ګټلې ده. نوموړې د دې لیکوال د اثارو ستاینه کوله او ان هغه وخت کې په ګونتګراس پسې نوي اسناد راوسپړل شول او هغه د نازیانو د پوځ پخوانی غړی وبلل شو، نوموړې خپل دریځ بدل نه کړ او ټینګار یې کاوه چې هغه یو پیاوړی لیکوال دی او تل یې اثارو ته درناوی لري. د ګوردایمر په دوستان او ملګرو کې یوازې ګونترګراس نه دی چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده.
د نوموړې کورنۍ اصل کې له یهودي کډوالو وه، خو د ژوند تر پایه یې د اپارتاید پر ضد مبارزه کوله. د ژوند څو لسیزې یې د بشریت او انسان لپاره د ژوند د جوړولو په برخه کې په مبارزه تېرې کړې. نوموړې له خپل خاوند سره یو ځای ډېر سیاسي فعالیتونه لرل، خو تر ډېره دغه سیاسي فعالیتونه د تبعیض ضد فکر باندې راټول وو. نوموړې په یوه مرکه کې ویلي، نه غواړي چې د نورو لیکوالانو په څېر د خپل ژوند د سیاسي اړخ په اړه لیکل وکړي او یا یې له ټولنې سره شریک کړي. د دې په خبره، له ټولنې سره یې اړیکه د لیکوالۍ له لارې ده او ټولنه یې د همدې اثارو او لیکلو له لارې پېژندلی شي.
یوازې دا مسایل نه وو چې د ګوردایمر پر ژوند یې اغېز درلود، د کورنۍ چاپېریال یې هم هغه څه وو چې د هغې د ژوند مسیر یې ټاکلی و. پلار یې ساعت جوړوونکی و. په اصل کې د لندن و، خو له لیتوانیا جنوبي افریقا ته راغلی و. د نابرابرۍ او تبعیض ضد مفکوره یې همدلته له خپلو والدینو اخیستې وه. دوی هم په ټولنو کې له بې عدالتیو ځورېدل. څېړونکي په دې باور دي چې له ګوردایمر سره یې پلار تر ډېره خپلې تجربې شریکې کړې. پلار یې یو وخت په تزاري روسیه کې کډوال و او هلته یې د خپل ژوند او هڅو خوږې ترخې له خپلې لور سره شریکولې. مور یې هم په خیریه کارونو بوخته وه. په خپله سیمه کې یې د عدالت او بشري خدمت په موخه د تورپوستو ماشومانو ته یو وړکتون جوړ کړی و. د دولت له لوري د ځپل کېدو تجربه یې هم لرله. یو وخت د حکومت کسان د دوی کور ته ورغلل او دوی یې سخت وځورول او له دې امله چې ولې د نژادي تبعیض پر وړاندې ولاړ دي او ولې د دوی کور ته د ځینو خلکو لیکونه ځي راځي.
مخکې مو هم وویل چې ګوردایمر ډېره ژر لیکوالي پيل کړه. همدا چې د هېواد د سیاسي وضعیت په اړه یې یو روښانه فکر له ځان سره پیدا کړ، د همدې فکر د خورولو لپاره یې لیکوالي پیل کړه. لومړنۍ کیسه یې په پنځلس کلنۍ کې خپره کړه. دا ۱۹۳۷ کال و. د همدې لیکلو په دوام یې په ۱۹۴۹ کال کې د خپلو کیسو لومړنۍ ټولګه چاپ کړه. کیسې او لیکنې یې له هرکلي سره مخ کېدې چې له همدې امله له سیاسي فشارونو سره هم مخ کېدله. هغه وروسته وروسته په سیاسي لحاظ د جنوبي افریقا د کنګرې له مهمو غړو شوه. بیا یې په همدې موده کې د نیلسن منډیلا په ګډون د ډېرو نورو سیاسي بندیانو او خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره مبارزه وکړه. هغه په خپل دې کار کې بریالۍ شوه او ټول هغه کسان یې له بنده خوشې کړل، چې د نژادپالنې پر ضد یې غږونه اوچتول او حکومت بند ته اچولي وو.
د نوموړې وروستی اثر (هېڅ وخت لکه نن) نومېږي. دا یې په ۲۰۱۲ کال کې چاپ کړی دی. په دې کې یې د اپارتاید تر ماتې وروسته هم د هغو کسانو وضعیت او ناخوالې انځور کړې دي، چې لا یې ژوند مثبت بدلون نه دی کړی او لا هم له ناخوالو ځورېږي. د خلکو بېوزلي یې انځور کړې ده او د دوی ستونزې یې بیان کړې دي. د نوبل بنسټ هغه مهال په خپله اعلامیه کې ویلي وو چې ندین ګورډایمر یوه پیاوړې لیکواله ده، چې د ښکلو حماسه ډوله اثارو په پنځولو سره یې په بشري فرهنګ کې مهم کارونه کړي دي او بشریت ته یې د خیر رسونې هڅه کړې ده. بالاخره د نړۍ دغه تکړه لیکواله او د نوبل ګټونکې د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۱۳مه د نوي کلونو په عمر مړه شوه.

Previous Post

د سولې په ټپه ولاړ حالت؛ لاملونه او حللاره

Next Post

په روژه کې تر ماښام وروسته ورزش وکړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
په روژه کې تر ماښام وروسته ورزش وکړئ

په روژه کې تر ماښام وروسته ورزش وکړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هیومن رایټس واچ : پاکستان دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي

هیومن رایټس واچ : پاکستان دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي

نوومبر 1, 2023
کندوز؛د سپین زر شرکت تولیداتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی

کندوز؛د سپین زر شرکت تولیداتو کې ۴۰ سلنه ډېروالی راغلی

جولای 25, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved