نشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل او دغه راز په هر بل ګاونډي هېواد کې د تاسیساتو جوړول به د متحده ایالاتو واک کمزوری کړي. یادې خپرونې زیاته کړې، امریکا تل هڅه کړې ده چې په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ مخه ونیسي خو د ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن پرېکړه به دغو دوو هېوادونو ته د لا ډېرې لاسوهنې او پرمختګ زمینه برابره کړي. خپرونه کاږي، که څه هم امریکا هڅه کوي د منځنۍ اسیا هېوادونه هم له ترهګرۍ سره مبارزه کې شریک کړي خو د خپرونې په باور دا چاره تر ډېره عملي نه ښکاري. خپرونې د مطلب په وروستۍ برخه کې زیاته کړې چې په ټوله کې د ځواکونو وتل به تر افغانستان امریکا ډېره زیانمنه کړي.











