نن د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د سیمې د هېوادونو غونډه روانه ده. په دې غونډه کې د روسیې، امریکا او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی دی او تر ټولو مهمه موضوع یې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ښه کول او بشري مرستې دي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا نوی استازی هم ګډون کوي او افغان پلاوی هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر په مشرۍ په اسلام اباد کې دی. تر دې وړاندې پرون په نوي ډهلي کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شوی او ټولو اړخونو ویلي چې له افغان خاورې باید کوم هېواد ته ګواښ جوړ نه شي. دا ډول کنفرانسونه په مسکو او تهران کې هم جوړ شوي دي.












