سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

نورین د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 10, 2020
in پوهنتون
0
نورین د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
646
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نورین د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ لمریز کال کې رامنځ ته شوه، خو د ځینو ستونزو له کبله یې چارې په رسمي ډول پیل نه شوای کړای. د دې موسسې اداره وتوانېده چې بالاخره په ۱۳۹۶ لمریز کال کې خپلې رسمي چارې د دوو پوهنځیو (حقوق او ژورنالیزم) په درلودو سره پیل کړي. د نورین د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو مرستیال ذبیح الله شرعتي وایي، اوسمهال د لوړو زده کړو دغه موسسه درې پوهنځي ( حقوق، ژورنالیزم او انجنیري) لري او عملاً يې په ټولو پوهنځیو کې محصلین پر زده کړو بوخت دي. د شرعتي په خبره، حقوقو پوهنځی یې دوه ډیپارټمنټونه، ژورنالیزم پوهنځی یې هم دوه ډیپارټمنټونه او انجنیري پوهنځی یې بیا څلور ډیپارټمنټونه لري.

دا چې د نورین د لوړو زده کړو د موسسې د فعالیت کمه موده کېږي، نور تر اوسه یې کومه دوره محصلین نه دي فارغ کړي. شرعتي وایي، په فعالو دریو پوهنځيو کې د ۴۸۰ په شاوخوا کې محصلین لري، چې ۳۵ سلنه یې ښځینه محصلینې دي. دا چې د لوړو زده کړو دې موسسې لا پوهنتون ته ارتقا نه ده کړې، نو د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري. د شرعتي په خبره، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له خزاني سمستر وروسته به دوی خپله لومړۍ دوره محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي، کله یې چې له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړه، نو هغه وخت به بیا د ماسټرۍ پر پروګرام فکر کوي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

د نورین د لوړو زده کړو موسسې د محصلینو د چارو مرستیال ذبیح الله شرعتي وایي، چې کال په کال د دوی علمي اعتبار لوړېږي او په هر اړخیزه توګه پرمختګ کوي. دی وایي، د هر کال په تېرېدو سره یې د نویو محصلینو د جذب کچه لوړېږي، د بېلګې په توګه، د تېر کال د کانکور په ازموینو کې یې د ۱۴۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبول، خو څه موده وړاندې یې چې د کانکور ازموینه واخیسته، د ۲۰۰ په شاوخوا کې یې نوي محصلین جذب کړل. دی وایي، لا یې کارونه نوي دي او د هر کال په تېرېدو یې په خداماتو او د محصلینو په شمېر کې زیاتوالی راځي. شرعتي دغه راز وایي، چې په ټوله کې یې موسسه د دوو زرو په شاوخوا کې د محصلینو د جذب وړتیا او هر پوهنځی یې بېله اداره او ودانۍ لري.

د لوړو زده کړو دغه موسسه په ټوله کې د نویو محصلینو لپاره ۵۰ سلنه تخفیف ورکوي، تر څنګ یې د ښځینه محصلینو لپاره ۴۰ سلنه تخفیف او د کانکور په ازموینه کې یې د نومرو یو معیار ټاکلی‎، هغو محصلینو چې په دغه معیار برابرې نومرې یې ترلاسه کړې وي، د دوی د زده کړو ټول لګښت یادې موسسې پر غاړه اخیستی دی. دې موسسې د هغو محصلینو لپاره چې په دولتي کانکور کې بې پایلې او خصوصي پوهنتونونو ته ور معرفي شوي وو، نو په ۵۰ سلنه تخفیف د دوی لخوا جذب شوي دي. د هغو محصلینو لپاره چې له یوې کورنۍ دوه یا درې کسان په دې موسسه کې د زده کړو لپاره نوملیکنه وکړي، د بېوزلو کسانو د کورنۍ د غړو لپاره او د شهیدانو او معلولینو د وارثینو لپاره هم ځانګړی تخفیف لري. شرعتي زیاتوي، د دوی د تګلارې له مخې،  هغه کسان چې د زده کړو مینه وال وي، په یو ډول ورته د زده کړو زمینه برابروي.

په نورین د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په دوو وختونو کې تدریس کېږي چې یو د سهار لخوا او بل هم له غرمې وروسته. ذبیح الله شرعتي وایي، د محصلینو لپاره یې مجهز کتابتون او کمپیوټر لب په واک کې ورکړي دي، چې کولای شي وخت ناوخته له کتابتون څخه ګټه واخلي، څېړنه پکې وکړي، کتابونه مطالعه کړي او ترڅنګ یې له کمپیوټر لب څخه هم ګټه واخلي. نورین د لوړو زده کړو  موسسه پراخه شنه ساحه لري او محصلین کولای شي په یوه ارامه او مناسبه فضا کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

په کور دننه نورین د لوړو زده کړو موسسه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري او له ځینو اړوندو بنسټونو سره هوکړې هم لري. د دې ترڅنګ نورین د لوړو زده کړو موسسه په ایران او تاجکستان کې له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې هم لري، چې له مخې به یې په راتلونکي کې خپل فارغ شوي محصلین د لا نورو لوړ زده کړو لپاره دغو پوهنتونونو ته استوي. د لوړو زده کړو د دغې موسسې اداره وایي، چې هڅه کوي په کور دننه هم له ځینو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لاسلیک کړي او د تجربو تبادله ورسره وکړي.

د لوړو زده کړو په دې موسسه کې د نظري زده کړو ترڅنګ محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره شوې ده. ‎ ذبیح الله شرعتي وایي، چې د حقوقو پوهنځي لپاره تمثیلي محکمې جوړوي او د تجربو ترلاسه کولو لپاره یې عدلي طب ته استوي. د ژورنالیزم پوهنځي د محصلینو لپاره ټلویزیوني شبکه او راډیو هم لري. تر څنګ يې وخت ناوخته د دغه محصلینو لپاره د وینا فن او د خبریالۍ فن پروګرامونه هم جوړوي، څو یې محصلین تر فراغت وروسته په عملي بڼه هم د پوره تجربې څښتنان شي.

د دې موسسې ادارې په کور دننه او بهر کې د محصلینو او استادانو د وړتیاوو او تجربو د لوړولو هڅې پیل کړې دي او غواړي په کور د ننه او بهر دواړو کې له ځینو پوهنتونونو او نورو ادارو او بنسټونو سره هوکړې ولري او له مخې یې محصلینو ته د عملي زده کړو او نورو تجربو ترلاسه کولو لپاره زمینه برابره کړي. د شرعتي په خبره، تر اوسه همدا درې پوهنځي لري، خو غواړي د کیفیت له اړخه ټول هغه موارد عملي کړي چې لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو لپاره ټاکلي او له هغه وروسته بیا له دغه وزارت څخه د نورو نویو پوهنځیو دجوړولو غوښتنه کوي. دی وایي، دا چې اوسمهال لوړو زده کړو وزارت د ولسمشر په امر د نویو خصوصي پوهنتونونو جوړول او یا په فعالو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نویو پوهنځیو رامنځته کول ځنډولي، نو نه شي کولی چې نوي پوهنځي پرانیزي. د نوموړي په خبره، که اجازه ورکړل شي، نو نوي پوهنځي به جوړ کړي او ترڅنګ به یې د هېواد په نورو ولایتونو کې د پوهنتون څانګې پرانیزي.

په نورین د لوړو زده کړو موسسې کې د تدریس چارې د په کارپوه، مسلکي او تجربه لرونکو استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي. د دې موسسې د محصلینو د چارو مرستیال وایي، چې درې ډلې استادان لري، چې دایمي، قراردادي او هغه استادان چې یوازې په یوه سمستر کې د تدریس چارې مخ ته وړي.

ذبیح الله شرعتي د افغان حکومت، په تېره بیا د لوړو زده کړو وزارت دغه ګام چې خصوصي سکټور ته یې اجازه ورکړې، څو د لوړو زده کړو په برخه کې پانګونه وکړي، د لوړو زده کړو موسسې رامنځته کړي او بیا ګام پر ګام پوهنتون ته ارتقاع وکړي، ستایي. دی وایي، ډېری خصوصي پوهنتونونه په دې برخه کې ډېر ګټور ثابت شوي، په ډېرو برخو کې یې په کارپوه او مسلکي کسان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. که په دې برخه کې خصوصي سکټور ګام نه وی اخیستی، کېدای شوای زرګونه افغان ځوانان هغه چې په بهر کې یې د لوړو زده کړو توان نه درلود، له زده کړو بې برخې شوي وای. د نوموړي په خبره، دا چې ټول خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ او د همدغه وزارت د قانون په رڼا کې فعالیت کوي او د فعالیت اجازه یې ورکړې، نو له دولتي پوهنتونونو سره یې هېڅ توپیر نه لیدل کېږي.

د نورین د لوړو زده موسسې اداره له افغان حکومت او په تېره بیا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د خصوصي پوهنتونونو او موسسو ملاتړ وکړي، محصلین او استادان یې بهرنیو پوهنتونونو ته د لانورو لوړو زده کړو، وړتیاوو او تجربو ترلاسه کولو لپاره ورمعرفي کړي او که امکان لري له مالي اړخه یې هم ملاتړ وکړي؛ ځکه چې خصوصي پوهنتونونه په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده او تر هغې چې پر خپلو پښو درېږي، د لوړو زده کړو وزارت ملاتړ او همکارۍ ته کلکه اړتیا لري.

Previous Post

په امریکا کې؛ د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر تر اتیا زره واوښت

Next Post

ماشومان مو له کتاب سره روږدي کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
ماشومان مو له کتاب سره روږدي کړئ

ماشومان مو له کتاب سره روږدي کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بامیانو کې ۵۱۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

بامیانو کې ۵۱۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

اکتوبر 19, 2024
د اسرایلي ځواکونو برید کې د حماس ډلې پنځه غړي وژل شوي

د اسرایلي ځواکونو برید کې د حماس ډلې پنځه غړي وژل شوي

فبروري 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved