د هند په نوي ډهلي کې د افغانستان «سفیر» فرید ماموندزی وایي چې په دې هیواد کې د افغانستان سفارت دایمي وتړل شو. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، خواشینی دی چې د سفارت د بندېدو اعلان کوي. نوموړي لیکلي، چې په نوي ډیلي کې یې ډیپلوماټیک ماموریت د هند حکومت لهخوا د دوامداره ننګونو له امله تېره ورځ وتړل شو. نوموړي زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د سپټمبر په ۳۰مه نېټه د سفارت لهخوا د مخکینیو عملیاتو د بندېدو څخه وروسته کېږي او دغه ګام په دې هیله اخیستل شوی، چې د هند حکومت دریځ به په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د نورمال دوام له پاره په مطلوب ډول بدل شي.











