سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

نړیوالو پانګوالو پر چیني بازار باور ښودلی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 4, 2025
in نړیوال خبرونه
0
نړیوالو پانګوالو پر چیني بازار باور ښودلی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د مارچ په ۲۸مه نېټه د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې له نړيوالو سوداګريزو او صنعتي شخصيتونو سره وکتل. د بهرنيو او نړيوالو تصديو کابو ۴۰ مشرانو او سوداګرو په دغه کتنه کې ګډون کړی او په ډاګه کړې ده چې په چین کې به ډېرې زیاتې پانګونې وکړي

د جرمني د میرسیدس بنز ګروپ اعلان وکړ چې له چینايي همکارانو سره په ګډه به په چین کې ۱۴ میلیارډه یوانه پانګونه وکړي. د آسترازینیکا شرکت به په بیجینګ کې نږدې ۲ اعشاریه ۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي او په دې سره به په چین کې په نړیواله کچه شپږم ستراتيژیک مرکز جوړ کړي. د کورنینګ ګروپ وايي چې سږ کال به په چین کې لږ تر لږه ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه زیاته کړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په ورته وخت کې امریکا د تعرفې لوړولو تګلاره غوره کړې. د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د مارچ په ۲۶مه نېټه اعلان وکړ چې پر هغو موټرو به ۲۵ سلنه ت تعرفې لوړې کړي چې دغه هېواد ته واردېږي.

په حقیقت کې ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل هېواد ته د موټرو پر وارداتو د ۲۵ سلنې تعرفې اخیستلو پلان اعلان کړی و. سږ کال د ده د تعرفې لوړولو په تګلاره کې موټر، چیپونه، درمل او فولادو په شمول ګڼ شمېر محصولات شامل شوي دي.

چین بله لاره انتخاب کړې او د چین حکومت د ۲۰۱۸ کال په جون کې د بهرنیو پانګو په فعالې استفادې سره د اقتصاد د باکیفیته پرمختګ د هڅونې اقداماتو پلان اعلان کړ. له ۲۰۱۸ کال تر ۲۰۲۵ کال پورې د چیني بازار د پرانیستې کچه نوره لوړه شوې او د بهرنیو پانګونو لپاره ډېره جلبونه لري.

چین د سږ په فبرورۍ کې د بهرنیو پانګو د ثابتولو لایحه اعلان کړه او پکې ۲۰ مقررات شامل دي چې له مخې به یې د مخابراتي، طبي او ښوونې چارو په شمول ازمويښتي مرکزونه پراخ شي، د تولید په چارو کې د بهرنیو پانګونو د ننوتلو محدودیت به لغوه شي او خدماتي او ازمويښتي مرکزونه به لا ښه شي.

بله خوا، د ټرمپ د تعرفې لوړولو تګلارو له پلې کېدو وروسته، د امریکا په بازار کې منفي غبرګونونه هم راپورته شوي دي. ځايي تصدیو د تولیدي لګښت له زیاتېدو شکایت کوي، دا چې د وارداتي اومو نفتو او پرزو بيې لوړې شوې نو مشتریان هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه د داخلي تولیداتو عرضه کافي نه ده او د وارداتو بيې لوړې شوې.

خو د چین بازار له خوځنده ځواک ډک دی. بهرنیو پانګونو د چین په تولیدي، خدماتي، مخابراتي او طبي چارو کې پراخې پانګونې کړې دي.

د ریمنس کمپنۍ اجراییه مدیر (Roland Busch) رولند بوسچ ویلي چې د دوی کمپنۍ له هغو تصدیو څخه ده، چې په چین کې د اضافه مخابراتي ارزښت لرونکو چارو ازمويښتي سوداګریز دفتر لري، په دې سره په چیني بازار کې د دوی پرمختګ هڅول شوی.

ده ویلي چې راتلونکی اونۍ به نوي محصولات بازار ته وړاندې کړي او دا یوازې د دوی د سوداګریز سفر یو پیل دی.

واشنګټن د تعرفې وسلې ډېرې کارولې خو په مقابل کې يې چین د ورخلاصون او پرانیستې تګلارو ته دوام ورکړی. اوسمهال نړیوال بازار یو له بل سره وصل دی، د لوړو تعرفو د تګلارې په نتیجه کې نه یوازې د وارداتي محصولاتو بیې لوړې شوې، بلکې د امریکا خپل تولیدي ځنځیر زیانمن شوی. واقعیتونه ښيي، چې د ټرمپ د لوړې تعرفې تګلاره د دغه هېواد د اقتصاد په ګټه نه ده، بلکې له امله یې فرصتونه له لاسه ورکړل شوي. د چین دوامدارې او ثابتې پرانیستې تګلارې بهرنیو پانګونو ته ګټور فرصتونه برابر کړي دي.

لکه د میرسیدس بنز ګروپ د بنډو کمېټې رئیس(Ola Källenius)اولا کیلنیوس  چې ویلي، د چین حکومت پياوړی پيغام ښودلی چې دوی به پر پرانیستې تګلارې ټینګار وکړي، نو ځکه دوی پر چین پوره باور لري.

په سږني پسرلي کې نړیوالو پانګوالو پر چیني بازار نور زیات باور ښودلی او د روښانه راتلونکی پر لوري روان شوي دي.

Previous Post

۲۰ تنه افغان ماشومان المان کې له درملنې وروسته هېواد ته راستانه شول

Next Post

اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

اسلام اباد او راولپنډۍ کې پولیسو ۶۰ افغان کډوال نیولي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ايران د هرمز تنګي د ادارې نوې لایحه جوړه کړې

ايران د هرمز تنګي د ادارې نوې لایحه جوړه کړې

اپریل 27, 2026
استرالیا: د سولې راوستو په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

استرالیا: د سولې راوستو په برخه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

اپریل 25, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ