سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

نیستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 29, 2020
in پوهنتون
0
نیستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

نیستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسې د لوړو زده کړو له وزارت سره تر ثبت او راجستر او د دغه وزارت تر منظورۍ وروسته خپلې رسمي چارې په ۱۳۹۴ کال کې پیل کړې دي. د لوړو زده کړو د دې موسسې د محصلینو امر ښاغلی احمد ذکي وایي، چې دوی له هماغه لومړي سره بیا تر اوسه پورې دوه پوهنځي (حقوق او سیاسي علوم او ژورنالیزم) په درلودلو سره پر فعالیت پیل کړی دی. دی وایي، تر اوسه پورې یې دوې دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ کړي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. نوموړی وایي، چې لوړو زده کړو وزارت ته یې د اقتصاد او شرعیاتو پوهنځیو د ایجادولو وړاندیز هم کړی دی، خو له بده مرغه چې د ولسمشر د امر پر اساس لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځيو جوړول بند کړي دي. ښاغلی ذکي وایي چې حقوق او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) لري او ژورنالیزم پوهنځی یې هم دوه ډېپارټمنټونه (راډیو- ټلوېزیون او مطبوعات) لري.

د لوړو زده کړو په دغه موسسه کې اوسمهال د ۹۵۰ په شاوخوا کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي، چې دېرش سلنه یې ښځینه محصلینې دي. دی وایي، دا چې دوی نوی نوی فعالیت پیل کړی دی، نو د ماسټرۍ پروګرام د پیلولو لپاره یې لا شرایط پاتې دي. دی وایي، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع، څلور پوهنځي درلودل او څلور دورې فارغین ورکول د ماسټرۍ پروګرام د پیلولو لپاره وضع شوي شرطونه دي. د لوړو زده کړو له دې موسسې څخه تر اوسه پورې دوې دورې محصلین فارغ شوي دي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

ښاغلی احمد ذکي وایي چې د دوی ځای او امکاناتو ته په کتو چې لري یې، هر کال د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذبولای شي، خو د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو له مخې بیا دوی کولای شي هر کال د ۲۵۰ په شاوخوا کې نوي محصلین جذب کړي. دی وایي چې له قرنطین وروسته یې د کانکور ازموینه اخیستې ده، چې دواړو پوهنځیو ته یې په مناسبه اندازه نوي محصلین جذب کړي دي.

د نیستان د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، چې دوی د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو په منځ کې یوازینۍ هغه موسسه ده چې له خپلو محصلینو څخه په ډېره کمه اندازه فیس اخلي او تر څنګ یې خپلو ټولو محصلینو ته مناسب تخفیف هم ورکوي. دی وایي، تر اوسه داسې نه ده شوې چې محصلین دې دوی ته پوره ټاکل شوی فیس ورکړی  وي. د دې تر څنګ دوی خپل محصلین په بېلابېلو کټه‌ګوریو باندې وېشلي دي چې بیا هرې کټه‌ګورۍ ته د هغوی د ارزونې له مخې مناسب تخفیف ورکوي. په نیستان د لوړو زده کړو موسسه کې د ورځې په دریو وختونو کې محصلین د تدریس لپاره ورغوښتل کېږي.

د لوړو زده کړو دغې موسسې د خپلو محصلینو د مطالعې برخې ته هم پاملرنه کړې ده او د موسسې په د ننه کې یې یو مجهز کتابتون هم جوړ کړی دی. ښاغلی احمد ذکي وایي چې په خپل کتابتون کې یې یوازې د حقوقو پوهنځي لپاره د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې کتابونه ځای پر ځای کړي دي. دغه راز د ژورنالیزم پوهنځي اړوند او نورو بېلابېلو برخو اړوند کتابونه په خپل کتابتون کې لري. دی وایي، هڅه یې دا ده چې خپل کتابتون نور هم غني کړي.

نیستان د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري. دی وایي، په همدې اړه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو لپاره یو ورکشاپ هم جوړ کړی و، چې خصوصي پوهنتونونه څنګه کولای شي چې له دولتي او دغه راز په خپل منځ کې اړیکې سره وپالي او د یو بل له تجربو څخه ګټه واخلي. خو دا چې نیستان د لوړو زده کړو موسسه له هېواده بهر له کوم پوهنتون سره اړیکې او یا هم د علمي اړیکو کومه هوکړه لري او که نه، ښاغلي احمد ذکي یې په اړه څه ونه ویل.

ښاغلی احمد ذکي وایي چې تر اوسه پورې یې دوې دورې محصلین فارغ کړي، چې لومړۍ دورې ته یې تحصیلي سندونه چې یوه تصدیق پاڼه او د نومرو فورم پکې شامل دي، ورکړي دي. دی وایي، دغه سندونه د موسسې له ادارې او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوي دي. د ده په خبره، لوړو زده کړو وزارت لومړی خصوصي پوهنتونونو او له هغه وروسته د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته په خپل وار د ډيپلومونو وېش پیلوي، چې تر اوسه پورې د دوی نوبت نه دی رسېدلی، خو په خبره یې محصلین کولای شي له ورکړل شویو تحصیلي سندونو څخه هم ګټه واخلي او په ټولو کورنیو او بهرنیو ادارو کې د تایید وړ دي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې د محصلینو امر وایي، چې تمثیلي محکمه، د عملي کار لپاره څارنوالیو او محاکمو ته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو بېول، راډیوګانو ته د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو بېول او په ټوله کې د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو د زمینې برابرول او نور امکانات یې هم د محصلینو لپاره برابر کړي دي، څو د محصلینو تجربه او وړتیا ور سره لوړ شي.

ښاغلی احمد ذکي وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له مقرراتو سره سم یې د تدریس لپاره ماسټر استادان په دندو ګومارلي دي او هڅه یې دا ده چې خپلو دایمي استادانو ته په کور د ننه او بهر دواړو کې د دوکتورا زمینې هم برابرې کړي، خو ځینې فرعي مضامین لکه کمپیوټر او انګلسي یې بیا د هغو استادانو لخوا تدریسېږي، چې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري. دی وایي، دایمي او قراردادي دواړه استادان لري چې په قراردادي استادانو کې یې د کابل پولي تخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتون استادان هم شامل دي.

د نیستان د لوړو زده کړو موسسې اداره د دې موسسې د لا پرمختګ لپاره پنځه کلن ستراتيژیک پلان لري. د نویو پوهنځيو ایجادول، له موسسې څخه پوهنتون ته ارتقاع کول، د استادانو او محصلینو د وړتیاوو او تجربو د لوړولو لپاره امکانات برابرول، په کور د ننه او بهر کې له پوهنتونونو او نورو اړوندو ادارو سره د علمي اړیکو د هوکړو لاسلیک کول او دې ته ورته نور کارونه، د دې موسسې له راتلونکو پلانونو څخه دي.

ښاغلی احمد ذکي وایي، چې په ټوله کې ور سره لوړو زده کړو وزارت همکار دی، خو لکه څنګه چې خصوصي سکټور د دولت له مهمو پایو څخه شمېرل کېږي او ملاتړ یې باید وشي، لوړو زده کړو  وزرات له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو سره هغه ډول همکاري نه کوي چې باید ویې کړي. د بېلګې په توګه، کوم امکانات او اسانتیاوې چې د دغه وزارت له لوري دولتي پوهنتونونو ته برابرېږي، خصوصي هغو ته نه برابرېږي. دغه راز هغه بورسونه چې له بهر څخه د استادانو او محصلینو لپاره راځي، خصوصي پوهنتونونو ته پکې ونډه نه ورکول کېږي. د احمد ذکي په خبره که له خصوصي پوهنتون څخه یو څوک د ماسټر په توګه هم فارغ شي، نه شي کولای چې په کوم دولتي پوهنتون کې د استاد په توګه پر دنده وګومارل شي. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې له خصوصي پوهنتونونو سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي، څو په خپلو پښو ودرېږي او له دولتي پوهنتونونو سره څنګ پر څنګ د هېواد د بچیانو  په روزنه کې برخه واخلي.

Previous Post

د طرزالعمل نهایي کیدو په اړه ؛ د حکومت او طالبانو ضد او نقیض څرګندونې

Next Post

موټرولا د موټو اي۷ پلس ارزان بیه موبایل وړاندې کړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
موټرولا د موټو اي۷ پلس ارزان بیه موبایل وړاندې کړ

موټرولا د موټو اي۷ پلس ارزان بیه موبایل وړاندې کړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

لوګر کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

لوګر کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري

جون 30, 2024

Free To Play Slot Games

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved