نیشنل انټرسټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر له پیل سره هم مهاله په دغه هېواد کې د راتلونکي وضعیت په اړه بد خبرونه خپرېږي چې د افغانانو په ګډون یې ټول ملګري هېوادونه اندېښمن کړي دي. دغې خپرونې ویلي، په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه تل ګواښوونکي اوازې خپرېږي چې امریکا یې د مخنیوي لپاره محدود امکانات لري. خپرونه زیاتوي، د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او په همدې سره به د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېږي. خپرونې ټینګار کړی دی چې بد خبرونه باید د ځواکونو د وتلو بهیر ټکنی نه کړي او تر ټاکلې نېټې پورې اړینه ده چې دغه بهیر په بریالۍ توګه پای ته ورسېږي.












