ځايي سرچینې وايي، چې په هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي چې چاودنه تېر ماښام د انجیل ولسوالۍ په ښارګوټي کې شوې ده. هغه زیاته کړه چې دوی ته له یادې پېښې څلور جسدونه او ۲۵ ټپيان وروړل شوي دي، خو د ټپیانو د وضعیت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه داسې مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د یوې سیمییزې لوبې نندارې ته راټول شوي وو. د هرات ولایت امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دې چاودنې مسوولیت چا په غاړه اخیستی دی.












