په هلمند کې هره ورځ د چرګانو شاوخوا ۶۵ ټنه غوښه تولیدیږي. په دغه ولایت کې د چرګانو ۱۲۰۰ فارمونه فعال دي. مسوولین وايي، هلمند اوسمهال د چرګانو د غوښې له درکه پر ځان بسیا دی او یو شمېر نورو ولایتونو ته یې هم صادروي. فارم لرونکي وايي، چې د چرګانو واکسین، درمل او دانه لوړه ده، نو ځکه یې کاروبار ښه ګټه نه ورته کوي. بلخوا د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د فارم لرونکو ستونزو ته په کتو د دانې او درملو د قیمتونو د کنټرول لپاره یې بیا کمېټه ټاکلې ده.












