هندوستان وايي، چې په افغانستان کې یې د بشري بحران له کبله تراوسه پورې څه باندې شاوخوا پنځوس زره ټنه غنم یاد هېواد ته لیږلي دي.هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د هند حکومت د ۴۷ زره ۵۰۰ ټنه غنمو ترڅنګ ۲۰۰ ټنه درمل هم استولي دي.د هند دا مرستې په تېرو دوه کلونو کې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان هرات ولایت ته لېږدول شوي دي.












