د صنعت او سوداګرۍ وزارت هېواد ته پر ځینو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده. دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه اقدام د داخلي تولیداتو ملاتړ او د دولت د عوایدو زیاتېدو ته په پام شوی دی. د اعلامیې له مخې، پر ژوندیو چرګو ګمرکي تعرفه له ۲۰ سلنې څخه ۴۰ سلنې ته، د کالو مینځلو پر پوډر له ۱۲ سلنې ۱۶ سلنېته، پر ګوګردو له ۵ سنلې۱۰ سلنې ته زیاته شوې ده. په دوام راغلي چې دغه اقلام په افغانستان کې دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي.












