د خوړو او درملو ملي ادارې رییس په بلخ کې د خوړو او درملو ادارې د پرانېستنې په مراسمو کې ویلي، هر کال د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت درمل اخیستل کیږي، چې له دې وروسته به د ولس پيسې په درملو نه، بلکې په ښو خوراکي توکو مصرفیږي. ډاکټر عبدالباري عمر زیاته کړې، یاده اداره په هېواد کې د ټولو خوراکي توکو او درملو د کنټرول او ولس ته د ښو خدمتونو په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې ځلې وکړي. نوموړي ویلي، دا مهال په هېواد کې ۷۶ د درملو لویي او وړې تولیدې فابریکې فعالیت کوي، چې د هېواد ۲۵ سلنه اړتیاوي پوره کوي. عمر وايي هیله من دی، چې په راتلونکي کال کې به د درملو د تولید ۶ نورې لویې کارخوني هم جوړې شي.












