د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي او دوه کسان یې له امله مړه شوي دي. د عامې روغتيا وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا ١٦٨١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٦ يې مثبتې دي. د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ٥٦٢٩٠ ته لوړ شو. د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٤ ننګرهار، اته کابل، درې هرات او په يو شمېر نورو ولايتونو کې يو يو او دوه دوه کسان پرې اخته شوي دي.










