روغتیا وزارت وایي تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا وبا(۷۹۱) مثبتې پیښې ثبت شوې دي ،دې سره د ټولو مثبتو پیښو شمیر (۲۰۳۴۲) تنو ته ورسید، دغه راز تیرو ۲۴ ساعتونو کې (۳۰)کسان له کرونا وبا څخه مړه شوي چې د ټولو مړو شویو شمیره ۳۵۷ تنو ته ورسیده او تر دې دمه ټول (۱۸۷۰) تنه له دغه وبا څخه بیرته روغ شوي هم دي.












