واشنګټن اګزماینر ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې د ځواکونو وتلو په اړه د بایډن پرېکړې اروپایي متحدین په څلورلارې کې درولي دي. ورځپاڼه کاږي، د افغانستان په اړه پرېکړه د ولسمشر بایډن د بهرني سیاست لومړنۍ پالیسي وه چې اروپایي ملګري یې سخت حیران کړل. ورځپاڼې د کارپوه ادم ونسټاین له قوله ویلي چې د بایډن پرېکړه که ډېره ښه نه وه نو ډېره بده هم نه ده، ځکه چې په دغه هېواد کې د امریکا اوږده جګړه باید نوره پای ته رسېدلې وای. نوموړي ویلي، اروپایي متحدینو هڅه کوله چې له افغانستان سره په هر اړخیزه توګه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي خو د ځواکونو وتلو خبر حیران کړي او اوس په یوه څلورلارې کې پاتې دي. د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډڼ اعلان کړی دی چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.












