واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د وضعیت په اړه یو اوږد راپور خپور کړی دی. راپور کې راغلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په لویو لارو کې مؤقتي او دایمي پوستې جوړې کړې دي او هره ورځ چیک پاینټونه اچوي. راپور کاږي، د امریکایي ځواکونو له وتلو او دغه راز د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له درېدو سره سم، طالبانو خپل فشارونه ډېر کړي او د افغان حکومت فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي. د راپور یوه برخه کې راغلي چې د طالبانو د واک لاندې خاوره دوه چنده شوې، دغې ډلې لا هم په نا امنو سیمو کې د خپل فعالیت ساحې پراخولو لپاره فشارونو ته دوام ورکړی دی. راپور کې راغلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو فعالیتونه د دغې ډلې د قوت ښوودنه کوي او د افغانستان د راتلونکي لپاره د خطر زنګ دی. دا راپور وروسته تر هغه ورکول کېږي چې څو ورځې وړاندې د امریکا پوځ ویلي وو چې که چارې سمې مخته لاړې نه شي نو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر ټولو بده پایله به د افغان حکومت ړنګېدل وي.











